دادارِی عمومیات

                               

لومړی څپرکی د ادارې عمومیات

 مدیر څوک دی؟ مدیر په لغت کې د اداره کوونکی اوکارګردان په معنی دی. اوپه اصطلاح کې مدیر هغه شخص دی چې دخپل ټیم دکړنو دتنظیم مسئولیت په غاړه لری.

 مدیریت یا منجمنت څه دی ؟

 منجمنت له دریو کلیمو څخه،  Manage په معنی تنظیم کول،  Men  په معنی افراد و او Tactfully به معنی ماهرانه څخه تشکلیل شوی دی. چې دهغې کلی مفهوم دافرادو تنظیم او اداره کول دی په ماهرانه توګه. دشلمې پیړی معروف عالم [ماری پارکر فولیت] دنورو پواسطه دکار سرته رسولو هنر مدیریت بولی. دبل په قول: مدیریت دپخوانۍ فرانسوی کلمې management چې معنی یې په لاره اچول، هدایت او نظارت دی. نوموړې کلمه پخپله د دوو لاتینی کلیمو menu ager څخه تشکیل شوی چې دلاس پوسیله لارښودنه کولو معنی ورکوی. دهغهې اوسني مفهوم سره دکاری قدرت دپراخوالی اومختلفو منابعو( بشری، مالی، فزیکی اوغیرمحسوسې) له لارې دیوه سازمان دټولو کاری پروسو لارښوونه، رهبری او هدایت کول منجمنت بلل کیږی.

 سیستم څه دی ؟

 سیستم له هغه مجموعې څخه عبارت دی چې دڅو یوله بله سره مرتبطو اجزاوو څخه تشکیل شوی چې یوځای سره کار کوی. داسې که په یوه جز کې نقص پیدا شی، ټول سیستم متاثر کیږی. اما داداری له نظره. سیستم دیوه سازمان دداخلی مختلفو ارګانو او دیپارټمنټونو مجموعه ده چې مشخص  اومشترکو اهدافو ته درسیدو په خاطر دمشخصو قواعدو او مقرراتو څخه پیروی کوی او یوځای فعالیت سرته رسوی.

 ستراتیژی څه ده؟

 ستراتژی له یونانی کلمېstrategos  چې ( stratos په معنی دنظامی او ago په معنی درهبری  ) اخیستل شوېده. له لغوی اړخه په حیله، تاکتیک( جنګی پوهه) او دجنګی تدبیر په فن سره معنا شویده. -                      ستراتیژی هغه جامع، واحد او کامل پروګرام دی چې دهغې په اساس دیوه سازمان اساسی اهدافو ته رسیدل تعیین کیږی. په بل عبارت دیوه سازمان کلی هدف ته درسیدو لپاره دفعالیتونو او پالیسیو جامع پلان ته ستراتیژی ویل کیږی.

 پلان څه دی؟

  هدف ته د رسیدلو لپاره سیستماتیک او منظمې قبلی طرحه پلان ګڼل کیږی. د وخت له اړخه پلان په درې ډوله دی •                     لنډ مهال پلان •                     منځ مهال پلان •                    

 اوږد مهال پلان  تشکیل څه دی؟  

په یوه اداره کې دوظایفو تقسیم، دصلاحیت او مسئولیت دحدودو تعیین، دواحدونو ترمنځ دمنطقی روابطو تعیین او دمراتبو تسلسل، تشکیل بلل کیږی. په تشکیل کې دغه درې نکتې دپام وړ دی.

 •  دوظایفو تقسیم •دصلاحیتونو او مسئولیتونو دحدودو تعیین او تثبیت . •   دواحدونو ترمنځ منطقی روابط .

 پروژه څه ده ؟

 پروژه یو ډول مشخص فعالیت دی چې شروع اوختم یې معین وی داسې چې د پروژې له تکمیل سره دهغې تشکیل هم له منځه ځی. په پروژه کې محدود وخت دمشخصو منابعو څخه په استفاده هدف ته دځان رسول په نظر کې نیول کیږی.

 دپروژې مدیریت څه دی ؟

 دپروژې مدیریت هغه پروسه ده چې مشتمله په پلان جوړونې، سازمان کولو، همغږی، تطبیق او کنترول وی. چې په دغه جریان کې دمعینو منابعو څخه په معینو وختونو کې، موخو ته درسیدو په خاطر استفاده صورت نیسی.

  اداره څه ده؟ 

 اداره یو ټولنیز نظام دی چې دخاصو نظریاتو او طریقو په اساس منځ ته راغلی وی او په هغه کې ډیری کسان د یو سلسله نسبتاْ مشخصو اهدافو ته درسیدو په مقصد متنوع او دقیق وظایف سرته رسوی. په اداره کې، دافرادو سره یوځای کولو پروسه، په کارونو کې دآسانتیا درامنځ ته کولو او مشخصو اهدافو ته درسیدو په خاطر په نظر کې نیول شوېدی. ترڅو په هغې کې دمختلفو منابعو څخه په موثر او ګټوره توګه استفاده وشی او په نتیجه کې د ذیدخلو اړخونو قناعت او رضایت حاصل شی.

 دادارې اومنجمنت مهم عناصر: •  اهداف • منابع •   مؤثریت یا  Effectiveness •   مثمریت یا    Efficiency  • دخل اړخونه (Stakeholders)

 دهدف تعریف دمدیریت له نظره :  هدف، هغې مطلوبې نتېجې ته ویل کیږی چې دیوې ادارې ټول فعالیتونه په هغه لوری سوق کیږی. دهدف ځانګړنې  هدف باید د دغه ځانګړنو درلودونکی وی: 

 •  واضح او مشخص وی. •  داندازه کولو وړ وی. •  دلاسته راوړلو وړتیا ولری. •  واقعی وی. •   په وخت پورې منحصر وی په لنډه توګه ویلای شو چې هدف باید S.M.A.R.T(Specific, Measurable, Attainable or Achievement, Realistic and Timely or Time bound) وی

 منــابع:   د یوه سازمان مادی اومعنوی سرمایې ته منابع ویل کیږی. چې په لاندې ډول ویشل شوی :   

1  فزیکی منــابع 2 مالــی منــابع 3 انسانـی منـابع4   غیرمحسوسې منــابع په اداره کې موثریت څه شی دی ؟ دهغه فعالیتونو سرته رسول چې دسازمان هدف ته رسولو کې کمک کوی. موثریت بلل کیږی.  یا په بل عبارت! به ښه او صحیحه توګه دفعالیتونو سرته رسول موثریت دی . په اداره کې مثمریت څه شی دی؟ دهغه فعالیتونو سرته رسول چې په نتېجه کې یې دکمې سرمایې پواسطه زیاته نتېجه لاس ته راځی. یعنی دمحصول نسبت باید سرمایې ته زیات وی. په اداره اومنجمنت کې ذیدخل اړخونه: هغه کسان دی چې په سازمان او یا فعالیتونو کې يې سهم، منفعت اویا هم علاقه موجوده وی اویا داچې دسازمان فعالیتونه يې په ګټه اوتاوان کې اثر ولری. ذیدخل اړخونه په لاندې کتګوریو کې شاملیږی :

 • سهم لرونکی •   کارکوونکی یا مامورین • مشتریان/تمویل کوونکی •   عرضه کوونکی •  

  محلی افراد د ادارې اومنجمنت اهمیت:

 §   په ښه توګه دموخو لاسته راوړل §   په مصارفو کې کموالی §    دوخت اوپیسو دمحدودیتونو په نظر کې نیولو سره دفعالیتونو سرته رسول. §   دمشتریانو، تمویل کوونکو .... قناعت اورضایت منجمنت په هرډول سامان کې دتطبیق وړ دی. ســــــازمان  یا : Organization دخاصو اهدافو اومقاصدو دحصول لپاره دافرادو یوخاص او سنجیده (ارزول شوی) ترتیب ته سازمان ویل کیږی. چې ددغه مشخصاتو لرونکی وی: §                     خاص هدف §                     خاص تشکیل §                     افراد دسالمې ادارې ځانګړنې •                     په اداره کې باید له ټولو اداری اصولو، قواعدو اومقرراتو کافی پیروی وشی •                     د ادارې تشکیل باید دهغې له اړتیاوو سره موافق وی او د ادارې داصلی وظایفو او اهدافو سره همغږی او دتشکیلاتی پړسوب څخه باید مخنیوی وشی. •                     دکارکوونکو په انتصاب، انتخاب، تغییر، تبدیل او تادیاتو کې باید مهم اداری اصول (تعادل، تخصص، مفیدیت اومثمریت، انسانی روابط او دادارې سلسلهء مراتب) رعایت شی. •                     اداره باید له تقلب، استفاده جویی، رشوت، بیروکراسی (کاغذپرانی) څخه منزه وی. •                     کار اهل کار ته سپارل •                     په اداره کې باید همغږی، دکنترول ښه سیستم او رهبری وجود ولری. او دمدیریت له اصولو پیروی صورت ونیسی. د ادارې اساسی اصول: •                     دهدف یوالی اوهمغږی •                     دسلسلې مراتب •                     تخصص •                     په دستوراتو کې یوالی •                     دنظارت ساحه •                     صلاحیت او مسئولیت •                     تعادل •                     انعطاف پذیری او مداومت (دوام ورکول) •                     کار آئی ( مثمریت) پلان جوړونه: پلان جوړونه هغه پروسه ده چې د هغې پواسطه اهداف تعریف او تشخیص، فعالیتونو دتطبیق تعیین سره له زمان بندی، دمطلوب وضعیت طرحه کول او د دقیقو مصارفو سنجش او داهدافو دتحقق لپاره اقدامات او وسایل پیداکول او دمصارفو شرحه ترتیب کیږی. پلان جوړونه مناسبه تصمیم ګیری غواړی. په حقیقت کې دپلان جوړونې امر بې له تصمیم نیونې تحقق نه پیداکوی. دپلان جوړونې په مرحله کې باید په کافی اندازه ذهنی وړتیا په کار واچول شی. سازمانول (  : ( Organizing                         عبارت دی له : §                      داړینو فعالیتونو تشخیص اوتنظیم §                      موخو ته درسیدلو لپاره داړینو فعالیتونو ګروپ بندی کول. §                     کله چې یوه مدیر یا اداره چې ته صلاحیت تفویض شوی وی. نو دکړنو ټولی باید تخصص شی. §                      دفعالیتونو دهمغږی اوانسجام لپاره زمینه برابرول، که په عمودی بڼه وی اویا افقی بڼه. دسازمانولو عمده مسائل: §                     ددې واضح کول چې څوک، کومې دندې سرته رسوی. §                     څوک دکومې نتېجې دلاسته راوړلو مسئولیت په غاړه لری. §                     دسازمان اهدافو ته درسیدلو په خاطر ښې تصمیم نیونې او اړیکو زمینه برابرول. §                     دکاری مقرراتو اوسیستم تعیین کول. مثلاْ داړیکو دتأمین لپاره تصمیم نیونه، دمنازعاتو حل ... اوداسې نور. استخدام (  ( Staffing: دسازمان په تشکیل کې دخالی بستونو ډک کول او ډک ساتلو ته استخدام ویل کیږی. او دغه مسائل په استخدام کې شاملیږی: q                 دقوای بشری اړتیاوو تشخیص q                 دشته افرادو بررسی او څیړنه q                 انتخاب q                 تقرر q                 تعلیم q                 ارزونه رهـــــبری    : (Leading)    په فعالیتونو دهغه ټولی دافرادو(چې په معیین وضعیت کې دمعینو اهدافو دتحقق لپاره شریکې هڅې کوی) تاثیر اچوونې پروسې ته رهبریت ویل کیږی. په رهبری کې په نورو باندې تاثیر درلودل پداسې بڼه چې هغوی داهدافو دتحقق په لوری وهڅوی. د دیر اهمیت وړده دیوه رهبر لازمی خصوصیات اومهارتونه عبارت دی له: ·                   ټولنیزوالۍ، په عمل کې ابتکار، قوی اراده، په نفس باندې اعتماد، ددندو دانجام له نحوې معلومات، په مختلفو موقعیتونو کې دبصیرت اوپوهې دلودل، همکاری، محبوبیت، انعطاف پذیری، روانی روغتیا.... ·                   رهبر، ادارې ته دخلاقیت، انګیزش، هدایت، توصیې، تشویق اومثبتو تغییراتو درامنځ ته کیدو په نظر ګوری. مدیران علاوه له پلان جوړونې، سازمانولو، استخدام اوکنټرول، درهبریت دنده هم په غاړه لری. کــنـــترول: کنترول هغه پروسه ده چې دانجام شویو فعالیتونو مطابقت له پلان شویو فعالیتونو سره تر غور اوڅیړنې لاندې نیسی. دمدیرانو له مهمو دندو څخه یوهم کنترول دی. چې دهغوی دنورو دندو په څنګ کې داهدافو دتحقق لپاره موثر عامل ګڼل کیږی. او دادارې د فعالیتونو د دوامداره اصلاح لپاره په کار وړل کیږی.       دکنترول ډولونه : o                    مخکې کتونکی کنټرل (مخکې له عمل څخه کنترول) o                    حال کتونکی کنټرل ( دعمل داجرا په حال کې کنترول) o                    شاته کتونکی کنټرل ( وروسته له عمل څخه کنترول) دمختلفو کچو مدیرانو دندې دلوړې کچې مدیر •                      اوږدمهاله اوستراتیژیک پلانونه څیړل او هغې ته پراختیا ورکول. •                     دمختلفو ډیپارټمنتونو د دندو اوکاری پروسې ارزول اودهغوی سره همکاری کول. •                     په سازمان کې دکلیدی اشخاصو اوکارکوونکو دانتخاب حق درلودل. •                     په عمومی مشکلاتو کې دمنځنۍ کچې مدیرانو ته مشورې ورکول. دمنځنۍ کچې مدیر •                     دمنځ مهاله پلان جوړول او دلوړې کچې دمدیر دغور اوڅیړنې په خاطر اوږدمهاله پلان ترتیب اوتنظیم کول. •                     دمختلفو ډیپارتمنتونو لپاره دپالیسی ترتیب کول. •                     دکارونو دورځنی او اونیز راپور کنترول او ارزونه. •                     د ټیټې کچې مدیرانو ته په اړوند ستونزو کې مشوره ورکول. •                     دکارکونکو انتخاب اواستخدام په غاړه لرل. د ټیټې کچې مدیر •                     کاری اولنډمهاله پلانونه جوړول اودمنځنۍ کچې مدیرانو ته دهغې په اړوند ډیر جزئیات ورکول. •                     د مادونانو (ترلاس لاندې کسانو) دکړنو له طرز اوکاری پروسې څیړنه او نظارت کول. •                     د ورځنیو کارونو اوکړنو تنظیم کول. •                     په مشخصه توګه د دندو لایحې ترتیب کول. •                     له کارکوونکو سره همیشنۍ او نیږدې اړیکې ساتل. دمدیریت دمهارتونو موډل                     مهارت های مدیریت: 1.      مسلکی (تخنیکی) مهارتونه: دمدیر مسئولیتونه •                     دخپل ځان په اړوند مسئولیت •                     دخپل مادون ( ترلاس لاندې کس) په اړوند مسئولیت •                     دخپل سازمان اړوند مسئولیت.

دادارِی عمومیات

                               
لومړی څپرکی د ادارې عمومیات مدیر څوک دی؟ مدیر په لغت کې د اداره کوونکی اوکارګردان په معنی دی. اوپه اصطلاح کې مدیر هغه شخص دی چې دخپل ټیم دکړنو دتنظیم مسئولیت په غاړه لری. مدیریت یا منجمنت څه دی ؟ منجمنت له دریو کلیمو څخه،  Manage په معنی تنظیم کول،  Men  په معنی افراد و او Tactfully به معنی ماهرانه څخه تشکلیل شوی دی. چې دهغې کلی مفهوم دافرادو تنظیم او اداره کول دی په ماهرانه توګه. دشلمې پیړی معروف عالم [ماری پارکر فولیت] دنورو پواسطه دکار سرته رسولو هنر مدیریت بولی. دبل په قول: مدیریت دپخوانۍ فرانسوی کلمې management چې معنی یې په لاره اچول، هدایت او نظارت دی. نوموړې کلمه پخپله د دوو لاتینی کلیمو menu ager څخه تشکیل شوی چې دلاس پوسیله لارښودنه کولو معنی ورکوی. دهغهې اوسني مفهوم سره دکاری قدرت دپراخوالی اومختلفو منابعو( بشری، مالی، فزیکی اوغیرمحسوسې) له لارې دیوه سازمان دټولو کاری پروسو لارښوونه، رهبری او هدایت کول منجمنت بلل کیږی. سیستم څه دی ؟ سیستم له هغه مجموعې څخه عبارت دی چې دڅو یوله بله سره مرتبطو اجزاوو څخه تشکیل شوی چې یوځای سره کار کوی. داسې که په یوه جز کې نقص پیدا شی، ټول سیستم متاثر کیږی. اما داداری له نظره. سیستم دیوه سازمان دداخلی مختلفو ارګانو او دیپارټمنټونو مجموعه ده چې مشخص  اومشترکو اهدافو ته درسیدو په خاطر دمشخصو قواعدو او مقرراتو څخه پیروی کوی او یوځای فعالیت سرته رسوی. ستراتیژی څه ده؟ ستراتژی له یونانی کلمېstrategos  چې ( stratos په معنی دنظامی او ago په معنی درهبری  ) اخیستل شوېده. له لغوی اړخه په حیله، تاکتیک( جنګی پوهه) او دجنګی تدبیر په فن سره معنا شویده. -                      ستراتیژی هغه جامع، واحد او کامل پروګرام دی چې دهغې په اساس دیوه سازمان اساسی اهدافو ته رسیدل تعیین کیږی. په بل عبارت دیوه سازمان کلی هدف ته درسیدو لپاره دفعالیتونو او پالیسیو جامع پلان ته ستراتیژی ویل کیږی. پلان څه دی؟  هدف ته د رسیدلو لپاره سیستماتیک او منظمې قبلی طرحه پلان ګڼل کیږی. د وخت له اړخه پلان په درې ډوله دی •                     لنډ مهال پلان •                     منځ مهال پلان •                     اوږد مهال پلان  تشکیل څه دی؟ په یوه اداره کې دوظایفو تقسیم، دصلاحیت او مسئولیت دحدودو تعیین، دواحدونو ترمنځ دمنطقی روابطو تعیین او دمراتبو تسلسل، تشکیل بلل کیږی. په تشکیل کې دغه درې نکتې دپام وړ دی. •                     دوظایفو تقسیم •                     دصلاحیتونو او مسئولیتونو دحدودو تعیین او تثبیت . •                     دواحدونو ترمنځ منطقی روابط . پروژه څه ده ؟ پروژه یو ډول مشخص فعالیت دی چې شروع اوختم یې معین وی داسې چې د پروژې له تکمیل سره دهغې تشکیل هم له منځه ځی. په پروژه کې محدود وخت دمشخصو منابعو څخه په استفاده هدف ته دځان رسول په نظر کې نیول کیږی. دپروژې مدیریت څه دی ؟ دپروژې مدیریت هغه پروسه ده چې مشتمله په پلان جوړونې، سازمان کولو، همغږی، تطبیق او کنترول وی. چې په دغه جریان کې دمعینو منابعو څخه په معینو وختونو کې، موخو ته درسیدو په خاطر استفاده صورت نیسی.         اداره څه ده؟ اداره یو ټولنیز نظام دی چې دخاصو نظریاتو او طریقو په اساس منځ ته راغلی وی او په هغه کې ډیری کسان د یو سلسله نسبتاْ مشخصو اهدافو ته درسیدو په مقصد متنوع او دقیق وظایف سرته رسوی. په اداره کې، دافرادو سره یوځای کولو پروسه، په کارونو کې دآسانتیا درامنځ ته کولو او مشخصو اهدافو ته درسیدو په خاطر په نظر کې نیول شوېدی. ترڅو په هغې کې دمختلفو منابعو څخه په موثر او ګټوره توګه استفاده وشی او په نتیجه کې د ذیدخلو اړخونو قناعت او رضایت حاصل شی. دادارې اومنجمنت مهم عناصر: •                     اهداف •                     منابع •                     مؤثریت یا  Effectiveness •                     مثمریت یا    Efficiency •                     ذیدخل اړخونه (Stakeholders) دهدف تعریف دمدیریت له نظره :  هدف، هغې مطلوبې نتېجې ته ویل کیږی چې دیوې ادارې ټول فعالیتونه په هغه لوری سوق کیږی. دهدف ځانګړنې  هدف باید د دغه ځانګړنو درلودونکی وی: •                      واضح او مشخص وی. •                      داندازه کولو وړ وی. •                      دلاسته راوړلو وړتیا ولری. •                      واقعی وی. •                     په وخت پورې منحصر وی په لنډه توګه ویلای شو چې هدف باید S.M.A.R.T(Specific, Measurable, Attainable or Achievement, Realistic and Timely or Time bound) وی منــابع:   د یوه سازمان مادی اومعنوی سرمایې ته منابع ویل کیږی. چې په لاندې ډول ویشل شوی : §                      فزیکی منــابع §                     مالــی منــابع §                      انسانـی منـابع §                      غیرمحسوسې منــابع په اداره کې موثریت څه شی دی ؟ دهغه فعالیتونو سرته رسول چې دسازمان هدف ته رسولو کې کمک کوی. موثریت بلل کیږی.  یا په بل عبارت! به ښه او صحیحه توګه دفعالیتونو سرته رسول موثریت دی . په اداره کې مثمریت څه شی دی؟ دهغه فعالیتونو سرته رسول چې په نتېجه کې یې دکمې سرمایې پواسطه زیاته نتېجه لاس ته راځی. یعنی دمحصول نسبت باید سرمایې ته زیات وی. په اداره اومنجمنت کې ذیدخل اړخونه: هغه کسان دی چې په سازمان او یا فعالیتونو کې يې سهم، منفعت اویا هم علاقه موجوده وی اویا داچې دسازمان فعالیتونه يې په ګټه اوتاوان کې اثر ولری. ذیدخل اړخونه په لاندې کتګوریو کې شاملیږی : •                     سهم لرونکی •                     کارکوونکی یا مامورین •                     مشتریان/تمویل کوونکی •                     عرضه کوونکی •                     محلی افراد د ادارې اومنجمنت اهمیت: §                     په ښه توګه دموخو لاسته راوړل §                     په مصارفو کې کموالی §                     دوخت اوپیسو دمحدودیتونو په نظر کې نیولو سره دفعالیتونو سرته رسول. §                     دمشتریانو، تمویل کوونکو .... قناعت اورضایت منجمنت په هرډول سامان کې دتطبیق وړ دی. ســــــازمان  یا : Organization دخاصو اهدافو اومقاصدو دحصول لپاره دافرادو یوخاص او سنجیده (ارزول شوی) ترتیب ته سازمان ویل کیږی. چې ددغه مشخصاتو لرونکی وی: §                     خاص هدف §                     خاص تشکیل §                     افراد دسالمې ادارې ځانګړنې •                     په اداره کې باید له ټولو اداری اصولو، قواعدو اومقرراتو کافی پیروی وشی •                     د ادارې تشکیل باید دهغې له اړتیاوو سره موافق وی او د ادارې داصلی وظایفو او اهدافو سره همغږی او دتشکیلاتی پړسوب څخه باید مخنیوی وشی. •                     دکارکوونکو په انتصاب، انتخاب، تغییر، تبدیل او تادیاتو کې باید مهم اداری اصول (تعادل، تخصص، مفیدیت اومثمریت، انسانی روابط او دادارې سلسلهء مراتب) رعایت شی. •                     اداره باید له تقلب، استفاده جویی، رشوت، بیروکراسی (کاغذپرانی) څخه منزه وی. •                     کار اهل کار ته سپارل •                     په اداره کې باید همغږی، دکنترول ښه سیستم او رهبری وجود ولری. او دمدیریت له اصولو پیروی صورت ونیسی. د ادارې اساسی اصول: •                     دهدف یوالی اوهمغږی •                     دسلسلې مراتب •                     تخصص •                     په دستوراتو کې یوالی •                     دنظارت ساحه •                     صلاحیت او مسئولیت •                     تعادل •                     انعطاف پذیری او مداومت (دوام ورکول) •                     کار آئی ( مثمریت) پلان جوړونه: پلان جوړونه هغه پروسه ده چې د هغې پواسطه اهداف تعریف او تشخیص، فعالیتونو دتطبیق تعیین سره له زمان بندی، دمطلوب وضعیت طرحه کول او د دقیقو مصارفو سنجش او داهدافو دتحقق لپاره اقدامات او وسایل پیداکول او دمصارفو شرحه ترتیب کیږی. پلان جوړونه مناسبه تصمیم ګیری غواړی. په حقیقت کې دپلان جوړونې امر بې له تصمیم نیونې تحقق نه پیداکوی. دپلان جوړونې په مرحله کې باید په کافی اندازه ذهنی وړتیا په کار واچول شی. سازمانول (  : ( Organizing                         عبارت دی له : §                      داړینو فعالیتونو تشخیص اوتنظیم §                      موخو ته درسیدلو لپاره داړینو فعالیتونو ګروپ بندی کول. §                     کله چې یوه مدیر یا اداره چې ته صلاحیت تفویض شوی وی. نو دکړنو ټولی باید تخصص شی. §                      دفعالیتونو دهمغږی اوانسجام لپاره زمینه برابرول، که په عمودی بڼه وی اویا افقی بڼه. دسازمانولو عمده مسائل: §                     ددې واضح کول چې څوک، کومې دندې سرته رسوی. §                     څوک دکومې نتېجې دلاسته راوړلو مسئولیت په غاړه لری. §                     دسازمان اهدافو ته درسیدلو په خاطر ښې تصمیم نیونې او اړیکو زمینه برابرول. §                     دکاری مقرراتو اوسیستم تعیین کول. مثلاْ داړیکو دتأمین لپاره تصمیم نیونه، دمنازعاتو حل ... اوداسې نور. استخدام (  ( Staffing: دسازمان په تشکیل کې دخالی بستونو ډک کول او ډک ساتلو ته استخدام ویل کیږی. او دغه مسائل په استخدام کې شاملیږی: q                 دقوای بشری اړتیاوو تشخیص q                 دشته افرادو بررسی او څیړنه q                 انتخاب q                 تقرر q                 تعلیم q                 ارزونه رهـــــبری    : (Leading)    په فعالیتونو دهغه ټولی دافرادو(چې په معیین وضعیت کې دمعینو اهدافو دتحقق لپاره شریکې هڅې کوی) تاثیر اچوونې پروسې ته رهبریت ویل کیږی. په رهبری کې په نورو باندې تاثیر درلودل پداسې بڼه چې هغوی داهدافو دتحقق په لوری وهڅوی. د دیر اهمیت وړده دیوه رهبر لازمی خصوصیات اومهارتونه عبارت دی له: ·                   ټولنیزوالۍ، په عمل کې ابتکار، قوی اراده، په نفس باندې اعتماد، ددندو دانجام له نحوې معلومات، په مختلفو موقعیتونو کې دبصیرت اوپوهې دلودل، همکاری، محبوبیت، انعطاف پذیری، روانی روغتیا.... ·                   رهبر، ادارې ته دخلاقیت، انګیزش، هدایت، توصیې، تشویق اومثبتو تغییراتو درامنځ ته کیدو په نظر ګوری. مدیران علاوه له پلان جوړونې، سازمانولو، استخدام اوکنټرول، درهبریت دنده هم په غاړه لری. کــنـــترول: کنترول هغه پروسه ده چې دانجام شویو فعالیتونو مطابقت له پلان شویو فعالیتونو سره تر غور اوڅیړنې لاندې نیسی. دمدیرانو له مهمو دندو څخه یوهم کنترول دی. چې دهغوی دنورو دندو په څنګ کې داهدافو دتحقق لپاره موثر عامل ګڼل کیږی. او دادارې د فعالیتونو د دوامداره اصلاح لپاره په کار وړل کیږی.       دکنترول ډولونه : o                    مخکې کتونکی کنټرل (مخکې له عمل څخه کنترول) o                    حال کتونکی کنټرل ( دعمل داجرا په حال کې کنترول) o                    شاته کتونکی کنټرل ( وروسته له عمل څخه کنترول) دمختلفو کچو مدیرانو دندې دلوړې کچې مدیر •                      اوږدمهاله اوستراتیژیک پلانونه څیړل او هغې ته پراختیا ورکول. •                     دمختلفو ډیپارټمنتونو د دندو اوکاری پروسې ارزول اودهغوی سره همکاری کول. •                     په سازمان کې دکلیدی اشخاصو اوکارکوونکو دانتخاب حق درلودل. •                     په عمومی مشکلاتو کې دمنځنۍ کچې مدیرانو ته مشورې ورکول. دمنځنۍ کچې مدیر •                     دمنځ مهاله پلان جوړول او دلوړې کچې دمدیر دغور اوڅیړنې په خاطر اوږدمهاله پلان ترتیب اوتنظیم کول. •                     دمختلفو ډیپارتمنتونو لپاره دپالیسی ترتیب کول. •                     دکارونو دورځنی او اونیز راپور کنترول او ارزونه. •                     د ټیټې کچې مدیرانو ته په اړوند ستونزو کې مشوره ورکول. •                     دکارکونکو انتخاب اواستخدام په غاړه لرل. د ټیټې کچې مدیر •                     کاری اولنډمهاله پلانونه جوړول اودمنځنۍ کچې مدیرانو ته دهغې په اړوند ډیر جزئیات ورکول. •                     د مادونانو (ترلاس لاندې کسانو) دکړنو له طرز اوکاری پروسې څیړنه او نظارت کول. •                     د ورځنیو کارونو اوکړنو تنظیم کول. •                     په مشخصه توګه د دندو لایحې ترتیب کول. •                     له کارکوونکو سره همیشنۍ او نیږدې اړیکې ساتل. دمدیریت دمهارتونو موډل                     مهارت های مدیریت: 1.      مسلکی (تخنیکی) مهارتونه: دمدیر مسئولیتونه •                     دخپل ځان په اړوند مسئولیت •                     دخپل مادون ( ترلاس لاندې کس) په اړوند مسئولیت •                     دخپل سازمان اړوند مسئولیت.

بازارموندنه ځه شی دی ؟

بازارموندنه څه شی دی؟

بازار موندنه څه شى دى؟

دا مهمه نه ده چې بازارموندنه څه ډول تعريف کړو، بلکې مهمه دا ده چې پوه شو په نننۍ نوې نړۍ کې بې له بازارموندنې اقتصادي فعاليت ته پرمختګ ورکولى شو که نه؟ او بيا مهمه دا چې بازارموندنه يوازې تبليغات نه دي، بازار موندنه؛ مناسب بازار ته د مناسب محصول يا مناسب خدمت وړاندې کول دي.
بازار موندنه په ټولو سوداګريو، کسبونو او کارونو پورې اړه لري، خو تر اوسه په سمه توګه نه ده پېژندل شوې او په تبليغاتو او خرڅلاو کې تېروتنه کېږي.
بازار موندنه څه شى دى؟
بازار موندنه د پېرودونکو او بازار په اړه يو بحث دى. يو شرکت ددې لپاره چې بريالى واوسي، خپلې موخې بايد د پېرودونکو د هيلو او د بازار له اړتياوو سره سمې برابرې کړي. سربېره پر دې بازار موندنه د مديريت يو توکى دى. ګډه بازار موندنه له نوښتي محصولاتو، د بروشورو شتوالى، اينټرنېټ شتوالى، د پېرودونکو لپاره ځانګړو مجلو، خبري پروګرامونه او مناسبو قيمتونو څخه ده.
د يوه شرکت د پېژندنې لپاره لازمه ده د شرکت د ټولو څانګو موخې، محصول، خپرونې او کړنې يو له بل سره په هماهنګۍ کې وي. کله چې دا ټول برابر شي، نو تل بايد په صحنه کې واوسئ. په ياد مو وي چې په پيل کې يوازې نشرات کافي نه دي، حالات تل د بدلون په حال کې دي او نه شو کولاى يوازې د شرکت پر تبليغاتو تکيه وکړو، هغه څه چې ډېر مهم دي د دغو ټکو درک دى: د ټولنې پلانونه، خو دا ټولنيز پلانونه څه دي؟ شرکتونه پلانونو او ستراتيژيو ته اړتيا لري چې د هغې د توپير ټکي نورو ته وښايي.
کله چې يو شرکت په بازار کې د اړيکو د مرکز په ډول ځان ښکاره کړي، نو د اړيکو د پلان مرکز هم څه رول نه شي پيداکولاى، يوازې د يوې ستراتيژۍ چې ټولې موخې، محصولات، خپرونې او د يو شرکت مناسب نرخونه يوشان جوړ کړي او د پېرودونکي له غوښتنو سره يې سم په کار واچوي.
د موخو ټاکل
کولاى شو د يو شرکت موخې په درېو پوښتنو کې راونغاړو:
څومره غواړئ چې لاسته يې راوړي؟
څومره بايد لاسته راوړئ؟
څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟
لومړۍ پوښتنه ( څومره غواړئ چې لاسته يې راوړئ؟) په حقيقت کې هغه پوښتنه ده چې موخه ترې د شرکت د پروګرام جوړونې ستراتيژيکه کتنه ده، په اصل کې د کارکوونکو او مديريت هماغه ژمنې دي چې څومره غواړي.
مګر دويمه پوښتنه (څومره بايد لاسته راوړئ؟) دا پوښتنه د خرڅلاو او ګټې د اندازې موضوع ده چې نرخ ټاکنه هم په ځان کې رانغاړي.
درېيمه پوښتنه (څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟) دا پوښتنه د شرکت پټ قوت او اړتياوو پورې اړه لري.
موخې بايد روښانه او د اندازې وړ وي
که د يو شرکت موخې روښانه او د اندازې وړ نه وي، نو لاسته راوړنه به ونه لري. د موخو د ټاکلو پر وخت بايد مسووليتونه هم ځانګړي کړو، يانې دا روښانه کړو چې څوک څه وخت او کوم کار ترسره کړي. د جنجال او تضاد د مخنيوي لپاره بايد داسې يو کار ترسره کړو چې موخې له ستونزو سره مخ نه شي، موخې بايد د باور او اندازه کېدو وړتيا ولري.
د بازار موندنې عمومي موخې:
_
په بازار کې د شرکت غښتلتيا
_
د پېرودونکو د رضايت ډېروالى
_
د شرکت د څېرې تقويت
_
د شرکت د تجربې لوړتيا

د اطلاعاتو ملاتړيز رول
د پېرودونکو د غبرګون ثبتول، د هغوى سره د تړلو شيانو څېړل او هغه څه چې پېرودونکو د شرکت د خرڅلاو د څانګې په اړه مطرح کړي دي، يو اړين کار دى. دا معلومات بايد د يو مناسب پوستکالي (سافټ وير) په واسطه ثبت شي.
اوسني حالات او د موخې څرنګوالى
اوسني حالات (The status quo) او د موخې څرنګوالى (Target sitiuation) دوه مهمې ماناوې لري:
اوسني حالات
_
شرکت په څه ډول بازار کې فعال دى؟
_
د بازار اوسنى مقام څه شى دى؟
_
د بازار سياسي، اکولوژيک او ټولنيز حالت په کوم ډول دى؟
_
څه ډول خدمات وړاندې کېږي؟
_
اصلي سيالان څوک دي؟
_
دا سيالان له کومو ستراتيژيو څخه ګټه اخلي؟
د موخې څرنګوالى:
د هر شرکت فلسفه د موخو خپرول وي.
_
د شرکت موخه
_
هغه ارزښت چې پېرودونکو ته يې ورکوي
_
د شرکت سياسي او ټولنيز مسووليت
_
ګډ ارزښتونه
_
د شرکت کلتور
ګډه بريالۍ بازارموندنه
که د بازار له اړتياوو او د سيالانو له شرايطو باخبره يو، يا په بله مانا چې هم له اوسني حالت څخه او هم د موخې له څرنګوالي څخه خبر ياستو، نو په دغه صورت کې موخو ته د رسېدو لپاره بايد په پوستکالو(سافټ ويرونو) فکر وکړو. معمولاً په جعبو کې توکو ته يوشان بڼه ورکول کېږي، چې په دې کار سره څلور لارې په نظر راځي: د محصولاتو او خدماتو سياست: شرکت کوم ډول محصولات غواړي چې د ګټې لپاره يې خرڅ کړي او کوم خدمات کولاى شي تامين يې کړي؟
د وېش سياست: د پېرودونکو د سپارښتنو اجرا کول او څومره چې ژر کېدى شي د نورو سپارښتنو اخيستل.
د اړيکو سياست: بازار د شرکت له محصولاتو او خدماتو څخه څه درس اخلي؟ کوم شيان کولاى شي د خرڅلاو په ډېرښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
نرخونه او قراردادونه: کوم ډول نرخونه کېدى شي د سپارښتنو د ډېروالي سبب وګرځي، څنګه کېدى شي د ښه کيفيت لپاره پېرودونکي ډېرې پيسې ولګوي؟
د پاکوالي د توپير جوړښت
د پاکوالي د توپير جوړښت يوه ډېره مهمه موضوع ده، په دې برخه کې مشوره کول کېدى شي ډېره مهمه وي او پر کار اغېز وکړي او د علاقې وړ توپيرونو سره مرسته وکړي. رسنيۍ، لوړ کيفيت او نور کولاى شي د توپير په جوړولو کې رول ولوبوي.
په بازار کې د نرخونو جنګ هم يوه موضوع ده چې کولاى شو په ښو خدمتونو وړاندې کولوسره د هغې مقابله وکړو.
پېرودونکى په خپلو پښو نه راځي
پېرودونکى خپله په خپلو پښو د کار ځاى ته نه راځي، تاسو بايد هغه تعقيب کړئ. ځينې لارې چارې يې دادي:
په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ
پېرودونکي ته د لاسرسي لپاره يوه لاره داده چې انټرنېټ ته لاسرسى ولرئ، کولاى شئ په پرله پسې توګه له نورو څخه د ايميل په لېږلو باخبره شئ
په نندارتونونو کې ګډون
په نندارتونونو کې ګډون وکړئ او د خپلو محصولاتو او خدماتو بروشورونه ووېشئ. په هغو نندارتونونو کې ګډون کول چې ستاسو د کاروبار اړوند وي،کېدى شي اغېزمن تمام شي.
له تبليغاتو ګټه اخيستل
تبليغات هم پېرودونکو ته د رسېدو لپاره يوه لاره ده. که څه هم د تبليغاتو د اغېزو تعريف شوى دى او محدود هم دى، تبليغات کولى شي د پېرودونکو پاملرنه راجلب کړي، خو په پوره باور سره د خرڅلاو د ډېرښت سبب نه ګرځي. په سوداګريزو او ځانګړو خپرونو کې اعلانات خپرول کېدى شي ډېر اغېزمن وي.
د ادرسونو اخيستل
په نننۍ نړۍ کې يو شمېر ادرسونه خرڅېږي او يو شمېر کسان يا ډلې دغه ادرسونه اخلي. دا ادرسونه لکه په المان کې ددې هېواد د سوداګرۍ خونې له خوا خرڅېږي او د سيمې معلومات، د خلکو شمېر، د خرڅلاو ارقام او... له ځانه سره لري.
د ټولو کانالونو له لارې خرڅلاو
د پخوا په شان نه شو کولاى د پېرودونکو پر شخصي اړيکو اکتفا وکړو. بايد له ټولو کانالونو څخه ګټه واخلو تر څو د پېرودونکو شمېر زيات شي.
د وخت مديريت
تل د وخت د مديريت په فکر کې اوسئ، وخت ته ډېر ارزښت ورکړئ، نه دا چې د ډېر وخت په لګولو سره يوازې يو کار ترسره کړو، بايد د ډېر وخت له مصرفولو ډډه وکړو.
دايمي پېرودونکي
تل د دايمي پېرودونکو په فکر کې واوسئ، شرکتونه کولاى شي د دايمي پېرودونکو له لارې ډېره ګټه لاسته راوړي او دا تلپاتې ګټه هم ده.
نوي پېرودونکي
نويو پېرودونکو ته متوجې شئ، ځکه چې خپل حسابونه په منطقي ډول خپلو سيالانو ته وړاندې کړئ. دا په ياد ولرئ چې د اوږد مهاله تاوان څخه لنډمهاله تاوان ښه دى.
پوستکالي (سافټ ويرونه)
د محاسبې او مديريت لپاره له ځينو پوستکالو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا کار له دقت او تېزوالي څخه برخمن دى.
کوم کسان، څه ډول او ولې؟
دا درې پوښتنې ډېرې مهمې دي، خو په کومو وختونو کې؟
پېژندل شوي محصولات: له مسلکي سلاکارانو څخه مو د محصولاتو د کيفيت په لوړولو کې ګټه واخلئ.
پېژندل شوي پېرودونکي: خپل پېرودونکي په کټګوريو ووېشئ، چې د خرڅلاو ټيم مو هغوى سره په اړيکو ټينګولو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
سيمه پېژندونکي: دا موضوع په لويو شرکتونو پورې اړه لري، په هغو سيمو کې چې پېرودونکي په کې فعال دي، له هغوى سره د اړيکو ټينګولو کرښه بايد وساتي.
دنده پېژندونکي: پرسونل بايد خپلې دندې په ښه ډول وپېژني او هر يو په خپل وخت په سمه توګه خپل رول ولوبوي.

د اړيکو بازارموندنه
د بازار موندنې په اړه بحثونو کې د اړيکو مقوله هم مهم ځاى لري. په بله وينا اړيکي دي چې د يو شرکت عمومي تصوير جوړوي. بازار موندنه او اړيکي په واقعيت کې يو له بله نه بېلېدونکې بېلابېلې موضوعګانې دي. د بازارموندنې بريالۍ ستراتيژي، د عمومي اړيکو يو قوي ټيم او د خرڅلاو يو باتجربه څانګه کېدى شي د يو شرکت د پرمختګ په برخه کې اغېزمن ځاى ولري.
پر دې بايد پوه شو چې اړيکي تبليغات نه دي، خو ډېرى خلک دا دواړه يو له بل سره يوشان ګڼي، تبليغات د اړيکو يوه څانګه ده چې ډېره مهمه ده.
اړيکي په ټولو کارونو پورې اړه لري، چې يو شرکت معرفي کوي لکه له يو شخص سره اړيکي ټينګول يا دا چې شرکت يو ليک خپل پېرودونکي ته لېږي، يا يوه تابلو چې د شرکت پر ودانۍ نصب شوې وي. ليک، وېبپاڼه، ټلېفون، بروشور، خبرپاڼه او يا هغه محصولات چې خپله مو د شرکت د معرفي کولو لپاره چاپ کړي وي، کولاى شي په دې برخه کې رول ولوبوي.
په هر حال د اړيکو کړنې بايد ستاسې د شرکت د شفافيت او دقت تصوير جوړکړي
د يو شرکت د تصوير د جوړولو څخه د بازار موندنې په نړۍ کې موخه د شرکت طرحه (Corporate design) ده او لنډيز يې CD دى. د داسې پېژندنې په لرلو سره بايد د اړيکو دوه مهمې مقولې په نظر کې ولرئ:
د اړيکو د موخې تعريف
د اړيکو د موخې د تعريف او تعين لپاره دا اړينه ده چې څه ډول تصوير غواړو له شرکته يې واخلو او يا دا چې شرکت غواړي د بازار په کومه برخه کې واوسي. لکه له يوه شرکت څخه د يوې مذهبي او قومي څېرې وړاندې کول، بايد څېرې او نوښتونه يې له بل شرکت سره توپير ولري.
د تصوير تعريف
د يو شرکت د تصوير د تعريف لپاره اړينه ده چې له سلاکارانو او ګرافيکانو او يا له تبليغاتي اژانسونو سره مشوره وکړئ. ددې پروژې برخې عبارت دي له: د شرکت لوګو، د شرکت رنګ، وېزېټ کارت، بانکي حسابونه او نور تبليغاتي مواد (لکه بروشور، خبرتياوې او...)

 

بازارموندنه ځه شی دی ؟

بازارموندنه څه شی دی؟

بازار موندنه څه شى دى؟

دا مهمه نه ده چې بازارموندنه څه ډول تعريف کړو، بلکې مهمه دا ده چې پوه شو په نننۍ نوې نړۍ کې بې له بازارموندنې اقتصادي فعاليت ته پرمختګ ورکولى شو که نه؟ او بيا مهمه دا چې بازارموندنه يوازې تبليغات نه دي، بازار موندنه؛ مناسب بازار ته د مناسب محصول يا مناسب خدمت وړاندې کول دي.
بازار موندنه په ټولو سوداګريو، کسبونو او کارونو پورې اړه لري، خو تر اوسه په سمه توګه نه ده پېژندل شوې او په تبليغاتو او خرڅلاو کې تېروتنه کېږي.
بازار موندنه څه شى دى؟
بازار موندنه د پېرودونکو او بازار په اړه يو بحث دى. يو شرکت ددې لپاره چې بريالى واوسي، خپلې موخې بايد د پېرودونکو د هيلو او د بازار له اړتياوو سره سمې برابرې کړي. سربېره پر دې بازار موندنه د مديريت يو توکى دى. ګډه بازار موندنه له نوښتي محصولاتو، د بروشورو شتوالى، اينټرنېټ شتوالى، د پېرودونکو لپاره ځانګړو مجلو، خبري پروګرامونه او مناسبو قيمتونو څخه ده.
د يوه شرکت د پېژندنې لپاره لازمه ده د شرکت د ټولو څانګو موخې، محصول، خپرونې او کړنې يو له بل سره په هماهنګۍ کې وي. کله چې دا ټول برابر شي، نو تل بايد په صحنه کې واوسئ. په ياد مو وي چې په پيل کې يوازې نشرات کافي نه دي، حالات تل د بدلون په حال کې دي او نه شو کولاى يوازې د شرکت پر تبليغاتو تکيه وکړو، هغه څه چې ډېر مهم دي د دغو ټکو درک دى: د ټولنې پلانونه، خو دا ټولنيز پلانونه څه دي؟ شرکتونه پلانونو او ستراتيژيو ته اړتيا لري چې د هغې د توپير ټکي نورو ته وښايي.
کله چې يو شرکت په بازار کې د اړيکو د مرکز په ډول ځان ښکاره کړي، نو د اړيکو د پلان مرکز هم څه رول نه شي پيداکولاى، يوازې د يوې ستراتيژۍ چې ټولې موخې، محصولات، خپرونې او د يو شرکت مناسب نرخونه يوشان جوړ کړي او د پېرودونکي له غوښتنو سره يې سم په کار واچوي.
د موخو ټاکل
کولاى شو د يو شرکت موخې په درېو پوښتنو کې راونغاړو:
څومره غواړئ چې لاسته يې راوړي؟
څومره بايد لاسته راوړئ؟
څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟
لومړۍ پوښتنه ( څومره غواړئ چې لاسته يې راوړئ؟) په حقيقت کې هغه پوښتنه ده چې موخه ترې د شرکت د پروګرام جوړونې ستراتيژيکه کتنه ده، په اصل کې د کارکوونکو او مديريت هماغه ژمنې دي چې څومره غواړي.
مګر دويمه پوښتنه (څومره بايد لاسته راوړئ؟) دا پوښتنه د خرڅلاو او ګټې د اندازې موضوع ده چې نرخ ټاکنه هم په ځان کې رانغاړي.
درېيمه پوښتنه (څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟) دا پوښتنه د شرکت پټ قوت او اړتياوو پورې اړه لري.
موخې بايد روښانه او د اندازې وړ وي
که د يو شرکت موخې روښانه او د اندازې وړ نه وي، نو لاسته راوړنه به ونه لري. د موخو د ټاکلو پر وخت بايد مسووليتونه هم ځانګړي کړو، يانې دا روښانه کړو چې څوک څه وخت او کوم کار ترسره کړي. د جنجال او تضاد د مخنيوي لپاره بايد داسې يو کار ترسره کړو چې موخې له ستونزو سره مخ نه شي، موخې بايد د باور او اندازه کېدو وړتيا ولري.
د بازار موندنې عمومي موخې:
_
په بازار کې د شرکت غښتلتيا
_
د پېرودونکو د رضايت ډېروالى
_
د شرکت د څېرې تقويت
_
د شرکت د تجربې لوړتيا

د اطلاعاتو ملاتړيز رول
د پېرودونکو د غبرګون ثبتول، د هغوى سره د تړلو شيانو څېړل او هغه څه چې پېرودونکو د شرکت د خرڅلاو د څانګې په اړه مطرح کړي دي، يو اړين کار دى. دا معلومات بايد د يو مناسب پوستکالي (سافټ وير) په واسطه ثبت شي.
اوسني حالات او د موخې څرنګوالى
اوسني حالات (The status quo) او د موخې څرنګوالى (Target sitiuation) دوه مهمې ماناوې لري:
اوسني حالات
_
شرکت په څه ډول بازار کې فعال دى؟
_
د بازار اوسنى مقام څه شى دى؟
_
د بازار سياسي، اکولوژيک او ټولنيز حالت په کوم ډول دى؟
_
څه ډول خدمات وړاندې کېږي؟
_
اصلي سيالان څوک دي؟
_
دا سيالان له کومو ستراتيژيو څخه ګټه اخلي؟
د موخې څرنګوالى:
د هر شرکت فلسفه د موخو خپرول وي.
_
د شرکت موخه
_
هغه ارزښت چې پېرودونکو ته يې ورکوي
_
د شرکت سياسي او ټولنيز مسووليت
_
ګډ ارزښتونه
_
د شرکت کلتور
ګډه بريالۍ بازارموندنه
که د بازار له اړتياوو او د سيالانو له شرايطو باخبره يو، يا په بله مانا چې هم له اوسني حالت څخه او هم د موخې له څرنګوالي څخه خبر ياستو، نو په دغه صورت کې موخو ته د رسېدو لپاره بايد په پوستکالو(سافټ ويرونو) فکر وکړو. معمولاً په جعبو کې توکو ته يوشان بڼه ورکول کېږي، چې په دې کار سره څلور لارې په نظر راځي: د محصولاتو او خدماتو سياست: شرکت کوم ډول محصولات غواړي چې د ګټې لپاره يې خرڅ کړي او کوم خدمات کولاى شي تامين يې کړي؟
د وېش سياست: د پېرودونکو د سپارښتنو اجرا کول او څومره چې ژر کېدى شي د نورو سپارښتنو اخيستل.
د اړيکو سياست: بازار د شرکت له محصولاتو او خدماتو څخه څه درس اخلي؟ کوم شيان کولاى شي د خرڅلاو په ډېرښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
نرخونه او قراردادونه: کوم ډول نرخونه کېدى شي د سپارښتنو د ډېروالي سبب وګرځي، څنګه کېدى شي د ښه کيفيت لپاره پېرودونکي ډېرې پيسې ولګوي؟
د پاکوالي د توپير جوړښت
د پاکوالي د توپير جوړښت يوه ډېره مهمه موضوع ده، په دې برخه کې مشوره کول کېدى شي ډېره مهمه وي او پر کار اغېز وکړي او د علاقې وړ توپيرونو سره مرسته وکړي. رسنيۍ، لوړ کيفيت او نور کولاى شي د توپير په جوړولو کې رول ولوبوي.
په بازار کې د نرخونو جنګ هم يوه موضوع ده چې کولاى شو په ښو خدمتونو وړاندې کولوسره د هغې مقابله وکړو.
پېرودونکى په خپلو پښو نه راځي
پېرودونکى خپله په خپلو پښو د کار ځاى ته نه راځي، تاسو بايد هغه تعقيب کړئ. ځينې لارې چارې يې دادي:
په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ
پېرودونکي ته د لاسرسي لپاره يوه لاره داده چې انټرنېټ ته لاسرسى ولرئ، کولاى شئ په پرله پسې توګه له نورو څخه د ايميل په لېږلو باخبره شئ
په نندارتونونو کې ګډون
په نندارتونونو کې ګډون وکړئ او د خپلو محصولاتو او خدماتو بروشورونه ووېشئ. په هغو نندارتونونو کې ګډون کول چې ستاسو د کاروبار اړوند وي،کېدى شي اغېزمن تمام شي.
له تبليغاتو ګټه اخيستل
تبليغات هم پېرودونکو ته د رسېدو لپاره يوه لاره ده. که څه هم د تبليغاتو د اغېزو تعريف شوى دى او محدود هم دى، تبليغات کولى شي د پېرودونکو پاملرنه راجلب کړي، خو په پوره باور سره د خرڅلاو د ډېرښت سبب نه ګرځي. په سوداګريزو او ځانګړو خپرونو کې اعلانات خپرول کېدى شي ډېر اغېزمن وي.
د ادرسونو اخيستل
په نننۍ نړۍ کې يو شمېر ادرسونه خرڅېږي او يو شمېر کسان يا ډلې دغه ادرسونه اخلي. دا ادرسونه لکه په المان کې ددې هېواد د سوداګرۍ خونې له خوا خرڅېږي او د سيمې معلومات، د خلکو شمېر، د خرڅلاو ارقام او... له ځانه سره لري.
د ټولو کانالونو له لارې خرڅلاو
د پخوا په شان نه شو کولاى د پېرودونکو پر شخصي اړيکو اکتفا وکړو. بايد له ټولو کانالونو څخه ګټه واخلو تر څو د پېرودونکو شمېر زيات شي.
د وخت مديريت
تل د وخت د مديريت په فکر کې اوسئ، وخت ته ډېر ارزښت ورکړئ، نه دا چې د ډېر وخت په لګولو سره يوازې يو کار ترسره کړو، بايد د ډېر وخت له مصرفولو ډډه وکړو.
دايمي پېرودونکي
تل د دايمي پېرودونکو په فکر کې واوسئ، شرکتونه کولاى شي د دايمي پېرودونکو له لارې ډېره ګټه لاسته راوړي او دا تلپاتې ګټه هم ده.
نوي پېرودونکي
نويو پېرودونکو ته متوجې شئ، ځکه چې خپل حسابونه په منطقي ډول خپلو سيالانو ته وړاندې کړئ. دا په ياد ولرئ چې د اوږد مهاله تاوان څخه لنډمهاله تاوان ښه دى.
پوستکالي (سافټ ويرونه)
د محاسبې او مديريت لپاره له ځينو پوستکالو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا کار له دقت او تېزوالي څخه برخمن دى.
کوم کسان، څه ډول او ولې؟
دا درې پوښتنې ډېرې مهمې دي، خو په کومو وختونو کې؟
پېژندل شوي محصولات: له مسلکي سلاکارانو څخه مو د محصولاتو د کيفيت په لوړولو کې ګټه واخلئ.
پېژندل شوي پېرودونکي: خپل پېرودونکي په کټګوريو ووېشئ، چې د خرڅلاو ټيم مو هغوى سره په اړيکو ټينګولو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
سيمه پېژندونکي: دا موضوع په لويو شرکتونو پورې اړه لري، په هغو سيمو کې چې پېرودونکي په کې فعال دي، له هغوى سره د اړيکو ټينګولو کرښه بايد وساتي.
دنده پېژندونکي: پرسونل بايد خپلې دندې په ښه ډول وپېژني او هر يو په خپل وخت په سمه توګه خپل رول ولوبوي.

د اړيکو بازارموندنه
د بازار موندنې په اړه بحثونو کې د اړيکو مقوله هم مهم ځاى لري. په بله وينا اړيکي دي چې د يو شرکت عمومي تصوير جوړوي. بازار موندنه او اړيکي په واقعيت کې يو له بله نه بېلېدونکې بېلابېلې موضوعګانې دي. د بازارموندنې بريالۍ ستراتيژي، د عمومي اړيکو يو قوي ټيم او د خرڅلاو يو باتجربه څانګه کېدى شي د يو شرکت د پرمختګ په برخه کې اغېزمن ځاى ولري.
پر دې بايد پوه شو چې اړيکي تبليغات نه دي، خو ډېرى خلک دا دواړه يو له بل سره يوشان ګڼي، تبليغات د اړيکو يوه څانګه ده چې ډېره مهمه ده.
اړيکي په ټولو کارونو پورې اړه لري، چې يو شرکت معرفي کوي لکه له يو شخص سره اړيکي ټينګول يا دا چې شرکت يو ليک خپل پېرودونکي ته لېږي، يا يوه تابلو چې د شرکت پر ودانۍ نصب شوې وي. ليک، وېبپاڼه، ټلېفون، بروشور، خبرپاڼه او يا هغه محصولات چې خپله مو د شرکت د معرفي کولو لپاره چاپ کړي وي، کولاى شي په دې برخه کې رول ولوبوي.
په هر حال د اړيکو کړنې بايد ستاسې د شرکت د شفافيت او دقت تصوير جوړکړي
د يو شرکت د تصوير د جوړولو څخه د بازار موندنې په نړۍ کې موخه د شرکت طرحه (Corporate design) ده او لنډيز يې CD دى. د داسې پېژندنې په لرلو سره بايد د اړيکو دوه مهمې مقولې په نظر کې ولرئ:
د اړيکو د موخې تعريف
د اړيکو د موخې د تعريف او تعين لپاره دا اړينه ده چې څه ډول تصوير غواړو له شرکته يې واخلو او يا دا چې شرکت غواړي د بازار په کومه برخه کې واوسي. لکه له يوه شرکت څخه د يوې مذهبي او قومي څېرې وړاندې کول، بايد څېرې او نوښتونه يې له بل شرکت سره توپير ولري.
د تصوير تعريف
د يو شرکت د تصوير د تعريف لپاره اړينه ده چې له سلاکارانو او ګرافيکانو او يا له تبليغاتي اژانسونو سره مشوره وکړئ. ددې پروژې برخې عبارت دي له: د شرکت لوګو، د شرکت رنګ، وېزېټ کارت، بانکي حسابونه او نور تبليغاتي مواد (لکه بروشور، خبرتياوې او...)

 

دزمزم اوبو یوه معجزه

دحضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه می واورېدل چې دزم زم اوبه چې په هرنیت سره وڅیښی هغه مراددرته حاصلیږی۔ (ابن ماجه) دحضرت ابن عباس رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه فایده به لاسته راوړی، که مودکومی ناروغۍ په نیت سره وڅیښلې نوالله به شفاء درکړی،که مودخوراک په نیت وڅیښلې نوالله جل جلاله به موموړکړی، اوکه مودتندې لپاره وڅیښلې نوالله جل جلاله به مواوبه کړی اوتنده به مومات سی۔ (دارقطنی) دحج په شپوکی دمکې مکرمې زیارت کوونکی ددې اوبوخوندګوری، څیښې ئې اووخپلودوستانوته ئې دمقدسې تحفی په ډول سره راوړی، اوهرمسلمان ددې کوښښ کوی چې ددې اوبوتبرُک حاصل کړی، هرکال د (۵۰) لکوڅخه زیات حاجیان ودې سپیڅلی ښارته راځی په پوره پریمانۍ سره دااوبه استعمالوی اوپه زرګونوه ټنه اوبه له دې ځایه څخه وخپلوهیوادونوته وړی، دحج پرمهال کوم چې حاجیان دزم زم اوبه څیښی نوډېره تازګې، هوسایې، اوخوشحالې محسوسوی، اودنړۍ ټول ساینس پوهان په دې انددی چې دنړۍ چې څومره پرمخ تللی (منرل واټر) دی دهغوڅخه دزم زم داوبوخوند، تازګې، اوخوشحالې اواستراحت زیات دی، په دې اوبوکی دسپېڅلتوبڅخه علاوه ډېرمعدنی موادهم شته چې ساینس پوهان ورته هک پک حیران دی۔ زمزم ته ولی زمزم وايی؟
۱: زمزم د(ډیرزیات) په معنی سره دی، وډیروزیاتواوبوته زمزم وایی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم ډیری دی نوځکه ورته زمزم وایی.
۲: زمزم و(اجتماع) ته وایی، کله چې ډیرخلک یوځای راټول شی نوودې ته (زمزمه من الناس) یعنی دخلکوټولۍ ورته وایی، نودزمزم پراوبوهم خلک راټولیږی اوڅیښی یی نوځکه ورته زمزم وایی.
۳: حضرت مجاهدرحمة الله علیه وایی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چې معنی یی ده پرځمکې دومره په زور سره پنده وهل چي هغه ننوځی اوځای جوړکړی، نوکله چې حضرت جبرائیل علیه السلام خپله پنده پرځمکه ووهل نوهغه په ننوتل اواوبه راووتلی نوځکه ورته زمزم وایی.
۴: جربی رحمة الله علیه وایی چي زمزم و(حرکت اوخوځښت) ته وایی، داچې دزمزم اوبه ډیری راوځی نوځکه ورته زمزم وایی.
۵: ځینی علماءکرام وایی چي زمزم د( زم) څخه اخیستل شوی دی اوزم وتړلواوبندولوته وایی کله چې حضرت هاجرې علیها السلام اوبه ولیدی نوهغه یی دراستي اوچپې خواڅخه راټولی اوبندی کړی اویوڅه خاوره یی ورته راټوله کړه نوځکه ورته زمزم وایی.
۶: ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(زما) څخه اخیستل شوی دی، چې دژی(مشک)وډکولوته وایی، کله چې دااوبه خلکوولیدلی اوخلک ابادشول په مکه معظمه کی نوخلک به راتلل اواوبه یی له دغه ځای څخه په ژیوکی وړلې نوځکه ورته زمزم وایی.
۷: دامت مسلمه ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(الزمام) څخه اخیستل شوی دی، چې وعزت، وعظمت اولوړمقام ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه یوه ژوندۍ معجزه ده اودابه ترقیامته پوری وی نوځکه یی وقار، ارزښت اوعظمت دنورواوبوپه نسبت ډیرلوړدی اوله همدی کبله ورته زمزم وایی.
۸: زمزم د(زمزمة الشئ) څخه اخیستل شوی دی، چې داوځوږته وایی، اوشرنګهاری ته وایی، چې موخه یی داده کله چې دزمزم ځای مشهوره شودخلکوتګ راتګ ورته ډیرشو نودزمزم دچینې د اوبوځوږهرچادلیری څخه اوریدلای شو، اویاکله چې به یوڅوک ومکې معظمې ته راغی نوتل به دلته دخلکوځوږوواوهرچاته به جوته وه چې دلته اوبه شته نوځکه ورته زمزم وایی.
۹: زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چي (زمزمه) وهغه شی ته ویل کیږی چې پاشل شوی وی اوبیاسره راټول شی، چې موخه یی داده چې کله اوبه ښکاره شوی نوهغه خپل پرمخ روانې وې چې بی بی هاجرې علیها السلام سره راټولی کړلې نوځکه ورته زمزم وایی.
۱۰: یوقول داهم دی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی او(زمزمه) وساتنې اوحفاظت ته ویل کیږی، هرهغه څوک چې دااوبه وڅیښئ نوهغه به هم دظاهری اوهم دباطنی ناروغیوڅخه وژغورل شی نوځکه ورته زمزم وایی.
(تاریخ عمارة المسجدالحرام، فتح الباری، عمدة القاری، منجد)

دقرآنکریم په اړه دشبهاتو ځواب

سریزه
کله مې چې هغه لس پوښتنې ولوستې چې د اسلام دښمنان یا له حقیقته بې خبره کسان یې د قرآنکریم په اړه د شبهاتو په ترځ کې مطرح کوي، د الله تعالی هغه سنت را په یاد شو چې هیڅ تغییر او تبدیل نه لري .. او هغه د انساني تاریخ په اوږدو کې د حق او باطل تر منځ د فکري مقابلې سنت او قانون دی.
د حق او باطل تر منځ همدا فکري مقابله د حق بلنې د تبلیغ او خورولو لور ته هڅونکې ده، حقانیت او رښتینولي یې په دلیل سره اثباتوي او شکوک او شبهې ورنه ایسته کوي، او په همدې سره هغه فریضه ادا کیږي چې الله تعالی د اسلام له نعمته پر ټولو برخمنو فرض کړیده.
همدا راز دا فکري مقابله مسلمان عقل ته وده او ځواک ورکوي او دیته یې تیاروي د همدې ډګر د هر ډول سړو، تودو له عهدې ووتی شي، ښکاره ده چې د هرې زمانې خپلې شبهې وي او هر بې لارې مذهب ځانګړي غشي لري چې حق او پیروان یې ورباندې په نښه کوي، الله تعالی رښتیا فرمایلي:
« } وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ» [الأنعام : ۱۱۲]
ترجمه : [او همدا رنګه مونږ هر نبي ته انسي او جني شیطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې پخاطر یو بل ته په (ظاهره) ښکلې خبرې وسوسه کوي او که ستا رب غوښتي وی،نو داسې به یې نه وو کړي، نو همغسې یې پخپلو دروغو کې پریږده.

که مسلمانان هغو شبهاتو ته پاملرنه ونکړي چې مغرض او جاهل دښمنان یې د قرآن شریف، قرآني علومو، نبوي سنت، علم الحدیث، اسلام، اسلامي تمدن او اسلامي امت په اړه راولاړوي، نو عقلونه به یې په ټنبلۍ او رکود اخته کیږي او باطلې شبهې به سوکه،سوکه ورباندې برلاسي مومي، ایمان او باور به یې کمزوری کوي، د دیني دندې په ادا کې به یې په تفریط او تقصیر روږدي کوي، بیا به ددې توان او همت نه لري دین قایم کړي، د تبلیغ دنده سر ته ورسوي، په دلیل دفاع ورنه وکړي او د عقایدو، شریعت، اصولو او ارزښتونو په اړه راولاړ شوې شکوک او شبهات دفع او له منځه یوسي.
قرآنکریم راښيي چې همدا فکر ي مقابله د پرمختګ او پر باطل د حق د بریا او د فساد پر ځای د صلاح د ځای پر ځای کیدو لار ده، الله تعالی فرمایي:
« وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُوفَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ » [البقرة : ۲۵۱]
ترجمه :[او که چیرې الله خلک یوه ډله په بلې سره نه دفع کولی،نو ځمکه به فاسده شوې وه، خو الله پر مخلوقاتو د لوریینې خاوند دی].

«وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ.» [الحج : ۴۰]
ترجمه : [او که الله خلک یو په بل نه دفع کولی، نو خامخا به نړول شوې وې خانقاوې، کلیساوې، عبادت ځایونه اوجوماتونه چې د الله نوم ډیر پکې یادیږي او الله به حتما د هغه چا مرسته کوي چې د هغه مرسته کوي، بې شکه الله زورور او برلاسی دی].

« وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ {33} وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ {34.» [فصلت : ۳۳ – ۳۴]
تر جمه : [او تر هغه زیات غوره ویناوال څوک دی چې د الله لور ته بلنه کوي، نیک عمل کوي او وایي زه له مسلمانانو څخه یم. او نیکي او بدي نه سره برابریږي، په هغه څه ځواب وایه (دفاع کوه) چې ډیر غوره وي، نو بیا هغه چې ستا او هغه تر منځ دښمني وي لکه یو خوږ دوست داسې شي].
همدا رنګه قرآنکریم دا هم راښیي چې مسلمان باید د نورو له خوا د اسلام په اړه راپورته شویو شبهاتو او پوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د اسلامي پوهې په رڼا کې هر باطل د حق په توره له منځه یوسي ... قرآنکریم د نزول په پیل کې د مشرکینو له خوا راپورته شوې شبهې له پامه نه دي اچولې، نه یوازې دا چې مصادره کړې یې نه دي، بلکې تر غور او څیړنې لاندې یې نیولې، پخپلو سورتونو او آیتونو کې یې رانقل کړې او په پوره حکمت سره یې داسې ځواب او دوړه کړې چې نور هیڅ عاقل ته د منلو نه دي .. د مشرکینو د شبهاتو په څیر یې د یهودانو، نصرانیانو او دهریانو له لوري را پورته شوي شکوک هم په همدې توګه ځواب او رد کړيدي.
د قرآنکریم اسلوب دا دی چې به دښمنان په خبرو راوستل، بلنه به یې ورکوله چې که کولی شي د خپلو عقایدو د صحت په اړه علمي دلیل او حجت وړاندې کړي لکه چې فرمایي :
« قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ » [الأنعام : ۱۴۸]
ترجمه : [ورته ووایه: آیا له تاسو سره کوم علمي سند (دلیل) شته چې مونږ ته یې راوباسئ، (حقیقت دا دی چې) تاسو صرف په ګومان پسې ځئ او تاسو بل څه نه یاست مګر دروغجن].

« قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ.» [الأحقاف : ۴]
ترجمه : [ورته ووایه : آیا تاسو پام کړئ هغه چې تاسو یې له الله پرته رابولئ (عبادت یې کوئ) راوښيئ چې له ځمکې نه یې څه شی پیدا کړي او آیا دوی په آسمان کې څه برخه لري، راوړئ له دې ړومبی کوم کتاب یا کوم علمي اثر (سند، دلیل) که چیرې تاسو رښتیني یاست].

« قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ » [البقرة :۱۱۱]
ترجمه : [ورته ووایه : که رښتوني یاست دلیل مو راوړئ].

دا پداسې حال کې چې مشرکینو د تجاهل اسلوب غوره کړی و، دا یې لاره وه چې قرآنکریم ته به یې غوږ نه ایښود، سترګې او غوږونه به یې پټول او خپلو پیروانو ته به یې ویل :
«} وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ.» [فصلت : ۲۶]
ترجمه :[او کوم خلک چې کافر شوي وو هغوی ویل: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ، شور ماشور پکې جوړوئ (د اوریدو په مهال یې ګډې وډې وایئ)، ممکن چې برلاسي شئ].

له همدې ځایه وه چې ما د هغو لسو پوښتنو ځواب ته ملا وتړله چې د قرآنکریم په اړه د راپورته شویو مختلفو شبهاتو بیانوونکې دي او د همدې شبهاتو ردول د خپلې علمي او دیني دندې د ادا په لار کې یو ګام شمیرم. له الله تعالی نه سوال کوم چې د صحیح ځواب توفیق راکړي او دا هڅه زما او هغو کسانو په حسناتو کې وشمیري چې ددې شبهاتو په ځوابونو پوهیږي او ځان ورباندې پوهوي، والله هو أعظم مسؤول و أکرم مجیب. وصلی الله علی سیدنا محمد و علی آله وصحبه ومن والاه.
لومړنۍ شبهه
دا شبهه وایي: قرآنکریم د انسان د پیدایښت په اړه د یوې خبرې پر ځای څو خبرې کوي او پدې هکله یې معلومات مختلف دي، کله یې له یوه شي او کله له بل نه پیدا شوی بولي، دا آیتونه وګورئ : «من ماء مهین» ۷۷: ۱، «من ماء» ۲۰ – ۲۱ : ۳۳ «من نطفة» ۳۶ : ۷۷ «من طین» ۳۲ : ۷ «من علق» ۹۶ :۲ «من حمأ مسنون» ۱۵: ۲۷ «و لم یک شیئا» ۱۹ :۶۷ ، نو څنګه کیدی شي دا ټولې خبرې او معلومات په یوه وخت کې صحیح وي؟
ځواب : د انسان د پیدایښت په اړه چې په قرآنکریم کې کوم معلومات راغلي په هغې کې یوه ذره تناقض نشته بلکې د تناقض شبهه پکې له سره ځای نه لري، نو ددې لپاره چې دا حقیقت څرګند شوی وي، اړینه ده د قرآنکریم په متعددو آیتونو کې په دې اړه راغلي معلومات په علمي اسلوب او طریقې سره وڅیړل شي، ددې علمي اسلوب غوښتنه به دا وي چې دغه آیتونه ټول سره را غونډ او د یوې مجموعې په توګه تر غور او څیړنې لاندې ونیول شي، او ورسره دېته هم پاملرنه وشي چې د لومړني انسان (آدم علیه السلام) د پیدایښت مراحل د حواء له پیدایښت او له آدم علیه السلام سره له واده او یو ځای کیدو وروسته د آدم علیه السلام د اولادې یا زوزات د پیدایښت له مراحلو سره توپیر لري.
الله سبحانه وتعالی لومړنی انسان (آدم علیه السلام) پیدا کړ، له عدم نه یې وجود ته راووست، له نیسته یې هست کړ، نه و، پیدا شو، یوازې د الله تعالی په علم کې شته و، نور یې هیڅ شتون نه درلود، لکه دا آیت چې فرمايي: «} أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا » [مریم : ۶۷] ترجمه: [آیا دا انسان نه وریادوي چې هغه مو مخکې کله چې هیڅ نه و پیدا کړی ].
قرآن شریف دا هم په ډاګه کوي چې د الله تعالی له خوا د آدم علیه السلام د پیدایښت د مراحلو پیل له خاورې څخه دی، بیا له خاورو سره اوبه یو ځای شوې او خټه ورنه جوړه شویده، بیا همدا خټه په حمأ یعنې توره او بویجنه خټه بدله شوې او دې بدل شوي حالت ته «مسنون» ویل کیږي، او کله چې همدا خټه له اور پرته وچه کلکه شوې، نو صلصال بلل شویده، ځکه صلصال هغې وچې کلکې خټې ته ویل کیږي چې پرته له اوره وچه شوې وي او آواز ولري.
او د خلقت له دې مراحلو، خاورې، اوبو، خټې، حمأ مسنون او صلصال وروسته الله تعالی د خلقت په همدې ماده کې خپله روح پو کړه او دا مخلوق په انسان (آدم علیه السلام) بدل شو، قرآني مبارک آیتونه د آدم علیه السلام د خلقت له همدې مراحلو نه خبر راکوي، او ددې ټولو مراحلو تکاملي بڼه زمونږ مخې ته ږدي چې هیڅ ډول تعارض او تناقض پکې نشته، قرآنکریم فرمايي: « إِنَّ
مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ» [آل عمران : ۵۹] [د عیسی مثال خو د الله په نزد یقینا د آدم د مثال په څېر دی، چې له خاورې یې پیدا کړ بیا یې ورته وویل : وشه، نو هغه وشو] پیل له خاورو څخه و، بیا چې له خاورو سره اوبه یو ځای شوې، نو خټه شوه «} الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ» [السجدة : ۷] [هغه چې هر څه یې پیدا کړي، نو ښه یې پیدا کړي او د انسان پیدایښت یې له خټې نه پیل کړ] ورپسې چې له خټې نه اوبه وچې شوې، د اوبو ځواک ختم شو، نو طین لازب یا وچه خټه شوه، الله تعالی دې حالت ته داسې اشاره کوي : «فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍ» [الصافات : ۱۱] [نو ویې پوښته چې د دوی پیدایښت ګران دی او د هغو نورو چې مونږ پیدا کړي، مونږ خو دوی له سرښناکې خټې پیدا کړي] او په هغه مرحله کې چې خټه بدلیده، توربخنه او بدبویه شوه حمأ مسنون یا توره بدبویه خټه بلل شوې او قرآني مبارک آیتونه د آدم علیه السلام دخلقت لدې مراحلو نه داسې خبر راکوي :
« وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {26} وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ {27} وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {28} فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ {29} فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ {30} إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {3قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {32} قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {33} قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ {34} وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ » [الحجر : ۲۶ – ۳۵]
ترجمه: [او یقینا چې انسان مو له کړنګیدونکې وچې خټې، له بویجنې تورې خټې پیدا کړ او جن مو تر ده د مخه له بې لوګي اوره. او کله چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له کړنګیدونکې وچې خټې، له بویجنې خټې بشر پیدا کوم، کله مې چې جوړ کړ او روح مې پکې پو کړه،نو ورته سر په سجده شئ. نو بیا ټولو ملایکو سجده وکړه، خو ابلیس سجده ونه کړه او د سجده کوونکو له ملګرتیا يې ډډه وکړه. (الله) ورته وفرمایل: ولې دې له سجده کوونکو سره ملګرتیا ونه کړه، ویې ویل: زه داسې نه یم چې هغه بشر ته سجده وکړم چې له کړنګیدونکې، بویجنې خټې نه دې پیدا کړی. (الله) ورته وفرمایل: نو ترې ووځه ته بالکل رټل شوی یې او پر تا تر قیامته لعنت دی.]

دا د لومړني انسان (آدم علیه السلام) د پیدایښت مرحلې وې چې یوه په بله پسې تیره شوې تر څو خلقت بشپړ شوی، لومړی خاوره، بیا اوبه، خټه، توره بویجنه خټه، وچه او کلکه شوې خټه چې روح پکې پو شویده، او څرګنده ده چې قرآني مبارکو آیتونو د همدې مختلفو مراحلو نه پداسې انداز سره معلومات وړاندې کړیدي چې هیڅ ډول تعارض او تناقض پکې نشته.
همدا راز هغه آیتونه چې د آدم علیه السلام د اولادې یا زوزات د پیدایښت په اړه معلومات راکوي هغه هم له هر ډول تعارض او تناقض نه پاک دي، او لکه څرنګه چې د لومړني انسان پیدایښت پوړۍ په پوړۍ بشپړ شوی، خاوره وه، بیا اوبه ورسره یو ځای شوې خټه شوه، بیا توره او بویجنه شوه، بیا داسې وچه کلکه شوه چې آواز یې کاوه او ورپسې الله تعالی خپله روح ورپکې پو کړه، په همدې توګه یې د اولادې خلقت هم پوړۍ په پوړۍ بشپړیږي، پیل یې له نطفې نه وي چې سوچه اوبه دي او د مني یا د سړي په اوبو سره تعبیر ورنه کیږي، بیا دا په علقه (جامده یا تړل شوې) وینه بدلیږي او له همدې نه انسان جوړیږي او علقه ځکه ورته ویل کیږي چې غوټه وي او پر رحم سریښیږي، وروسته په مضغه یا نابشپړه بالکل لکه ژوول شوې غوښه بدلیږي، ورپسې هډوکي شي، بیا یې غوښه وپوښي او بیا هسې انسان ورنه جوړ شي چې الله سبحانه و تعالی یې اراده کړې وي او خلقت یې هسې بشپړ شي چې د احسن تقویم عملي مصداق وګرځي.

یو شمیر هغه آیتونه چې د لومړني انسان د نسل د پیدایښت د مختلفو مراحلو په اړه معلومات وړاندې کوي دا دي:
«ی} يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ..» [الحج :۵]
ترجمه : [اې خلکو! که د بیا ژوندون په اړه په شک کې یئ،نو موږ خو له خاورې را پیدا کړی، بیا له نطفې، بیا له علقې، بیا له ژوول شوې یوې ټوټې غوښې چې انځور شوې او نه انځور شوې وي، تر څو تاسو ته وښیو او څه چې وغواړو تر یوې نیټې یې په رحم کې ځای پر ځای کوو، بیا مو د ماشوم په څېر راباسو، (بیا همداسې ستاسو پالنه کوو) تر څو خپل قوت ته ورسیږئ او له تاسو نه ځینې ومري او ځینې مو تر ټولو لویدلي عمر ته ورسیږي، هومره چې له پوهیدو وروسته په څه نه پوهیږي او ځمکه ګورې چې وچه کلکه ده، خو کله چې اوبه پرې نازلې کړو، وخوټیږي، وده وکړي او هر راز سمسور راوټوکیږي.]

«} وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ {12} ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ {13} ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.» [المؤمنون : ۱۲ – ۱۴»
ترجمه : [او یقینا چې انسان مو د خټې له خلاصې پیدا کړ. بیامو هغه د ټیکې په مضبوط ځای کې یوه نطفه وګرځاوه، بیا مو دا نطفه یو را ځوړنده توکی کړ او بیا مو دا علقه د غوښې یوه ژوولې ټوټه کړه، بیامو دا د غوښې ټوټه هډوکي کړل، نو هډوکي مو په غوښه پټ کړل، بیا مو په بل پیدایښت کې پیدا کړ، نو مبارک دی تر ټولو غوره خالق]
نطفه د نارینه اوبو ته ویل کیږي او کله چې د ښځې له اوبو سره یو ځای شي نو بیا امشاج یعنې سره ګډې شوې اوبه بلل کیږي، لکه دا آیت شریف چې اشاره ورته کوي : « إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا.» [الدهر :۲] ترجمه : [دا مونږ یو چې انسان مو له مختلطې (ګډې) شوې نطفې پیداکړ، چې آزمویو یې او لیدونکی اوریدونکی مو ترې جوړ کړ.] همدا راز دا اوبه (ماء مهین» سپکې اوبه هم بلل شوې ځکه کمې او کمزورې وي او دیته دا مبارک آیتونه اشاره کوي : « الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ {7} ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ.» [السجدة : ۷ – ۸] ترجمه : [هغه چې هر څه یې ډیر ښه پیدا کړي او د انسان پیدایښت یې له خټې پیل کړی]

«أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاء مَّهِينٍ {20} فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ 21 إِلَى قَدَرٍ مَّعْلُومٍ 22 فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ.» [المرسلات :۲۰ – ۲۳ ] ترجمه : [آیا له سپکو کرکجنو اوبو مو پیدا نه کړئ. او آیا په مضبوط تمځي کې مو ځای پر ځای نه کړ. تر یوې ټاکلې نیټې. نو وتوانیدو او همدا راز ښه توانیدونکي یو]
نطفه یا د سړي اوبه یې «ماء دافق» ټوپ وهونکي اوبه هم بللې، ځکه خیز وهي، او دا مطلب پدې مبارک آیت کې یاد شویدی : «} فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ {5} خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ {6} يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ » [الطارق :۵ – ۷] ترجمه : [نو دا انسان دې وګوري چې له څه دی پیدا شوی. له ټوپ وهونکو اوبو دی پیدا شوی. راوځي د سینې او ملا له منځه]
قرآنکریم پدې ترتیب سره د لومړني انسان (آدم علیه السلام) او دهغه د زوزات یا اولادې دخلقت د مختلفو مراحلو په اړه معلومات راکوي او د خلقت همدا مراحل، او ددې مرحلو اصطلاحات د قرآنکریم دعلمي اعجاز یو ستر دلیل دی، اوس ساینس پر دې ټولو د تایید او تصدیق مهر ږدي، د انساني خلقت دامراحل او همدا اصطلاحات تاییدوي، ان تر دې چې د خلقت په اړه د قرآنکریم دا معجز او علمي معلومات د ډیرو لویو ساینس پوهانو د هدایت او په اسلام د مشرفیدو سبب شوی. نو اوس څنګه معقوله او د منلو وبولو چې څوک دا ادعا وکړي چې ددې علمي معلوماتو وړاندې کوونکي آیتونه یو له بل سره تناقض لري؟! واقعیت دا دی چې قرآنکریم له هر ډول اختلاف، تناقض او تعارض څخه پاک دی، الله تعالی رښتیا فرمایلي: « أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا.» [النساء : ۸۲] ترجمه : [نو آیا په قرآن کې تدبر نه کوي، که هغه له الله نه پرته د بل چا له لوري وی، نو حتما به یې ډیر اختلاف پکې موندلی و].
پدې آیتونو کې د راغلیو اصطلاحاتو د معنی لپاره دې کتابونو ته مراجعه وکړئ : الراغب الاصفهاني، ابو القاسم الحسین بن محمد: المفردات في غریب القرآن، طبعة دار التحریر، القاهره، سنة ۱۹۹۱ م، ابن منظور : لسان العرب، طبعة دار المعارف، القاهرة.

http://www.bowraa.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1718:2011-07-21-14-09-14&catid=34:2010-09-09-22-16-22&Itemid=53

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی

  دزمزم داوبونومونه: لکه څرنګه چې دزمزم اوبه دمځکې پرمخ دټولواوبوڅخه افضله اوغوره اوبه دی نوځکه تر(۶۰) زیات نومونه لری، چې داډیرنومونه پردی باندی دلالت کوی چې دااوبه څومره عظمت، شرافت، عزت اولوړمقام لری، زه به ترټولولومړی دانومونه ذکرکړم اوبیابه وروسته دیوڅونومونوبیان اووجه دتسمیه به بیان کړم،

هغه (۶۰)نومونه دادی:

۱: برکة ومبارکة ۲: تکتم ۳: رکضت جبرايیل ۴: زمزم

۵:سقایة الحاج ۶: الشباعة ۷: طاهرة ۸: طیبة ۹:عاصمة ‍۱۰: کافیة ۱۱: مبارکة ۱۲: مضنونة ۱۳: میمونة ۱۴: هزمة جبرائیل ۱۵: برة ۱۶: رواء ۱۷: رِیَ ۱۸:سقیاالله اسماعیل ۱۹: شباعة العیال ۲۰: شفاء سقم ۲۱: طعام الابرار ۲۲: عافیة ۲۳: غیاث ۲۴: لاتنزف ولاتذم ۲۵: مکتومة ۲۶: مجلیة البصیر ۲۷:هنامة اسماعیل ۲۸: رِوَی ۲۹: حفیرة عبدالمطلب ۳۰: زمازم ۳۱: سیده

۳۲: شبعة ۳۳:صافیة ۳۴: ظبیه ۳۵: سالمة ۳۶:قریة النمل ۳۷: معذبة ۳۸: ماثرة العباس رض ۳۹: مونسة ۴۰: بُشری ۴۱: الشفاء ۴۲: نقرة الغراب الاعصم ۴۳: عصمة ۴۴: والشباعة ۴۵:مغذیة ۴۶: رَوِی ۴۷: شراب الابرار ۴۸: عونة ۵۲: مفداة ۵۳: حرمیة ۵۴: سابق ۵۵: ظاهرة ۵۶: لاشرق ۵۷: الدواء ۵۸: وطاة جبرائیل ۵۹: مرویة ۶۰: طعام طعم ۶۲: همزة جبرائیل ۶۳: نافعة

1: برکة ومبارکة:

برکت وعزت، شرافت اوډیروالی ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم عزتمندې اوهم ډیرې دی نوځکه برکة مبارکة ورته وایی.

۲: برة: داواحسان اونیکۍ ته وایی چي دزمزم په اوبوسره الله جل جلاله دحضرت اسماعیل علیه اسلام سره احسان اونیکې وکړه نوځکه برة ورته وایی.

۳: بُشری: وزیری اوښه خبرته وایی، په داسی ځای کی چي داوبوهیڅ څرک نه وو اوالله جل جلاله داوبوچېنه پیداکړل نودادحضرت هاجرې رضی الله عنها ته ښه زیری و.

۴: حرمية: دایی وحرم ته منسوب کړې داځکه چې دادزمزم څاه په حرم کی دی، نوځکه ددې څاه عزت ډیرزیات دی اوورته حرمیة وایی.

۵: حفيرة عبدالمطلب: دډیروخت لپاره داڅاه ورک وو، چې بیادفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم نیکه حضرت عبدالمطلب هغه څاه پیداکړاوویی کیندی نوځکه ورته حفیرة عبدالمطلب ورته وایی.

۶: سابق: ددې معنی وړاندی والی دی، چې موخه یی داده چي دااوبه دنړۍ پرټولواوبوباندی لوړوالی ، اوسپیڅلتوب لری.

۷: شفاء سقم: چې مطلب یی دادی چې دااوبه دزمزم دهرې ناروغۍ دوااودرمل ده، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دزمزم اوبه دهرې ناروغۍ لپاره شفاء ده.

۸: مضنونة: چې معنی یی ده بخل راتلل، لکه په حدیث شریف کی چې راځی چي دمؤمن څخه ماسوی دزمزم اوبه دمنافق اوکافرنس نه ډکوی اونه یی هم مړوی داځکه چې دااوبه پردوی باندی بخلې دی.

۹: مغذية: یعنی مکمله غذا، لکه په حدیث شریف کی چې راځی، چې دزمزم اوبه که دخوراک په نیت سره وڅیښل شی نوخوراک دی اوکه دڅښاک لپاره وڅیښل شی نوڅښاک دی.

۱۰: مجلية البصر: یعنی سترګې روښانه کوونکې، لکه په حدیث شریف کی چې راځی که یوڅوک یواځی دزمزم واوبوته ګوری نودهغه سترګې به روښانه اونظردسترګوبه یی صاف اوښه شي. (التاریخ القدیم المکة، جواهرالقاموس، النهایة ابن اثیر، الروض الانف، نشر الآس لوحة، القاموس المحیط، اخبارمکه، البحرالعمیق، اساس البلاغة زمحشری، مشارق الانوار، شرح النووی علی مسلم، فتح الباری، لسان العرب، تاج العروس، العقد الثمین، بصائرذوی التمییز، تهذیب الاسما‌ء واللغات للنووی، معجم البلدان، سیرت حلبیه، الاعلام الملتزم، مختارالصحاح)   دزمزم مبارکې اوبه دتاريخ په پاڼوکې دزمزم مبارک څاه وحضرت اسماعیل علیه السلام ته منسوب دی، اوپه یوه ټکی که ووایونو وبه وایو چې داڅاه هغه مهال په وجودراغی کله چې(۶۰۰۰) کاله مخکی حضرت ابراهیم علیه السلام حضرت اسماعیل السلام اوحضرت هاجره رضی الله تعالی عنهادشام څخه ومکې مکرمې ته راغلل، په دغه وخت کی دحضرت اسماعیل علیه السلام عمرډیرکم وو، اوپه دغه وخت کی ئې شیدې رودلې، حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ویوې غټی درختې (ونې) ته راوستل، هغه داوبو ژی(مشک) اودخرماوڅخه ډکه خلته(کڅوړه)ئې چې راوړې وه هغه ئې ودوی ته ورکړه، چې داداسی وخت دی چې په مکه مکرمه کی نه خوابادې شته اونه هم یوانسان شته؛یواځی غرونه اوصحرا ده حضرت ابراهیم علیه السلام دوی دواړه دلته تردرختې لاندی پريښودل اودشام پرلورئې حرکت وکړ، حضرت هاجرې رضی الله عنهاچې حضرت ابراهیم علیه السلام ولیدی چي موږئې په داسی صحراکی پریښودلونووئې ویل: ای ابراهیم علیه السلام موږدی په داسی ځای کی پریښودلوچي هیڅوک نشته اوته چیری ځی؟ بی بی هاجرې رضی الله عنهاڅوڅوځلی داکلمات تکرارکړل، خوحضرت ابراهیم علیه السلام هیڅ ورته ونه ویل، حضرت هاجره رضی الله عنهاولاړه شول اوپه حضرت ابراهیم علیه السلام پسی روانه شول اوورته ئې وویل: ای ابراهیم علیه السلا مه !ایادادالله جل جلاله حکم دی؟؟؟ حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وویل: چې بلی!دازمافعل دالله جل جلاله حکم دی. ددې ځواب په اوریدوسره بی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې الله جل جلاله موږنه ضایع کوی اوواپس راغلل، حضرت ابراهیم علیه السلام وشام ته روان شو؛کله چې دومری لیری ولاړی چې بی بی اوځوی ئې نه معلومیدل نووالله جل جلاله ته ددوی دساتنی دعاوکړل چې هغه دعاپه قرآن عزیز کی داسی ده: ربنآانی أسکنت من ذریتی بوادٍغیرذی زرعٍ عندبیتک المحرم ربنالیقیمواالصلوة فاجعل أفئدة من الناس تهوی الیهم وارزقهم من الثمرات لعلهم یشکرون سورت ابراهیم( ۳۷) ژباړه: ای زموږربه بی شکه چې ماخپل ځینی اولادپه یوه بی اوبواوبی کښته ناوه کښې ستاددرانه کورترڅنګ میشت کړی دی، ای زماربه څوک چې لمونځ اداکوی، نوته دخلکوزړونه ددوی په تلوسه کړه اوله میووڅخه روزې ورکړه ګوندی چې شکروکړی. اوشام ته روان شو، حضرت هاجره رضی الله عنهااوحضرت اسماعیل علیه السلام دواړه ترونې لاندی ژوندکاوه، خپله ئې خرماخوړل اواوبه ئې څیښلې اووماشوم ته ئې شیدې ورکولې، اخراوبه ټولی ختمې شوی اوماشوم په ډیربدحالت کی شو، نوحضرت هاجرې رضی الله عنهافکروکی چې زه باید داوبویوه چینه پیداکړم نومخامخ ونژدې غره ته دصفاوختل، هلته کوم شی په نظرورنه غی دخپل قمیص یولوریی ونیوی اوپه تیزۍ سره لاندی راکښته شوه اودمروه وغره ته وختل ترڅواوبه پیداکی، چې په همدې ترتیب سره اووه ځلی دصفااومروه وغروته وختل اخرچې کله دمروه وغره ته وختل اوڅلوروطرفوته ئې وکتل نویواوازئې واوریدی اوحال داچې هیڅوک نه معلومیږی، دااوازئې بیاواوریدی نوبی بی هاجرې رضی الله عنهاوویل چې اوازمی واوریدی نوکه کوم مرسته کوونکی یی نومرسته راسره وکه!کله چې ئې وکتل نویوه ملائیکه(حضرت جبرائیل علیه السلام) ئې ولیدل اوپرځمکه ئې خپل یووزراوپه ځینوروایتوکی خپله پنده وواهله اودځمکې څخه اوبه راپورته شوي کله چې بی بی هاجرې داولیدل نوورمنډه ئې کړه، ترڅواوبه ضایع نشی، اوداوبووڅلوروطرفوته ئې خاورې راټولې کړې اوبیایی په دواړولاسوسره خپل ژی(مشک) ډک کړچې خپله ئې هم وڅیښلې اووماشوم ته ئې هم ورکړې، حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لوترکت زمزم اوقال لولم تغرف من الماء لکانت زمزم عينامعينا. ژباړه: که ئې چیری دزمزم اوبه همداسی پری ایښی وای، اویایی وژي(مشک) ته وراچولې نه وای، نوزمزم به (دیوه څاه پرځای) یوه جاری چینه وای. صحیح بخاری حدیث: ۳۳۶۴ حضرت جبرائیل علیه السلام وبی بی هاجرې ته وویل دهلاکت هیڅ تصورهم مکوه، پردغه ځای باندی دالله جل جلاله کور(مکه معظمه) ده، چې دغه هلک (حضرت اسماعیل علیه السلام) اودده پلار(حضرت ابراهیم علیه السلام) به ئې پخپلو لاسونوتعمیرکړی، اولوی څښتن ددې ماشوم کورنۍ نه ضایع کوی، له دې څخه وروسته بی بی هاجرې رضی الله عنهادزمزم داوبوسره مستقل ژونداختیارکړ، دجرهم قبیله چې وشام ته روانه وه نووئې لیدل چي دابوقبیس دغره ولورته مرغان الوزی، دوی په دې پوه شول چې دلته اوبه پیداشوی دی اوحال داچې مخکی دلته اوبه نه وی، دقافلې څخه ئې یوسړی دمعلوماتولپاره راولیږی، ترڅوجوته کړی چې اوبه شته که یا؟هغه سړی راغی اودزمزم اوبه ئې ولیدلی اوداخبرئې وقافلې ته ورساوه، هغه دجرهم دقبیلې قافله راغله اودزمزم داوبوسره ئې پړاوواچاوه، دبی بی هاجرې علیها السلام څخه ئې وپوښتل چې ایاموږدلته اوسیدلای شو؟ بی بی هاجرې رضی الله عنهاورته وویل چې بلی! هو! تاسی دلته اوسیدلای شی مګرددې چینې ملکیت نشی ترلاسه کولای، دقافلې خلکوداقبوله کړل اواوسیدل ئې دلته پیل کړل، څه وخت وروسته هغوخلکودلته خپل اولادونه اوکورونه راوړل اودلومړی ځل لپاره همدلته ابادی اوکورونه جوړشول؛ حضرت اسماعیل علیه السلام څه غټ شواوعربی ژبه ئې زده کړل، په اصل کی دده مورنۍ ژبه عبرانی وه، اوعربی ژبه ئې دقافلې دخلکوڅخه زده کړل، کله چې حضرت اسماعیل علیه السلام ځوان شونودجرهم قبیلې خپله یوه انجلۍ ورکړه، دځوی دواده وروسته بی بی هاجره رضی الله عنهاد۹۰ کالوپه عمروفات شوه، اوپه په مقام حجر(حطیم) کی ئې ښخه کړل، چې وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام اوحضرت اسماعیل علیه السلام دالله په حکم سره اوحضرت جبرائیل علیه السلام دنقشې اوهدایت سره سم ئې بیت الله شریفه جوړه کړه، دزمزم څاه دیوڅه وخت لپاره په همدغه حالت کی پاته شو، کله چې دجرهم قبیلې دبیت الله شریفې حرمت اوعزت نه ساته اوهغه خلک چې ومکې ته راتلل پرهغوئې ظلم کاوه اوخپله یي وبیت الله شریفې بی عزتې کوله نو الله ورباندعذاب نازل کړل، دجرهم قبیله ودې ته مجبوره شوه چې دامکه معظمه پریږدی اوولاړه شی، چې دتګ سره ئې سم ئې دجرهم دقبیلې مشر (مضاض )راغی دزمزم څاه ئې هم بند اوخراب کړ، چې بیادزمزم دڅاه ځای لاوچاته نه معلومیده داسی ئې پرت کړ، الله جل جلاله دجرهم پرقبیلې دخزاعه قبیله مسلطه کړل اودجرهم قبیله ئې له دې ځای څخه فناکړل، چې دزمزم څاه بیاوچاته نه معلومیده ترڅوچې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب وکیندی.   دزمزم څاه اودحضرت عبدالمطلب کيندل: وحضرت اسماعیل علیه السلام ته لوی خدای جل جلاله ۱۲ ځامن ورکړل چې دادعربونیکونه دی، دلومړ ځل لپاره ددې څاه ملکیت دحضرت اسماعیل علیه السلام په واک کی وو، چې دده دوفات وروسته بیادده دمشرځوی په واک کی شو، چې وروسته ئې واک دده نیکه مضامن په لاس کی شو، چې وروسته بیاددې واک دجرهم په لاس کی شواوجرهم قبیلې بیاهغه ختم کړ، اوبیاددې سیمې واک دخزاعه دقبیلې په لاس کی شو، چې بیاپه ۵ میلادی سنه په لومړیووختوکی ددې حرم واک دقریشوپه لاس کی شو، چې دمکې اوحرم ټول خدمت دیوښکلی ځوان قصی بن کلاب په لاس کی شو، دقصی بن کلاب په څلورم پښت کی عبدالمطلب پیداشو، عبدالمطلب پخپل وخت کی په بزرګۍ اوهوښیارۍ کی مشهوره وو، ده دمکې معظمی ټول خدمت په ښه ډول سره ترسره کاوه اوتل په دې فکرکی ووچې بایددزمزم څاه پیداشی، داځکه چې داپه عربوکی سینه په سینه رارسیدلې وه چې دلته یوڅاه ؤ، اوبل داچې دحاجیانواویادهغوخلکوچې ومکې ته دعزت په خاطرراځی داوبوستونځې به ئې حل شی، نودی تل په دې هلوځلوکی وواودایی ارمان وچې کشکی داڅاه پیداشوی وای، ترڅودخلکومشکلات حل شوی وای، داځکه چې مکه معظمه یوه غرنۍ اووچه دښته وه. حضرت عبدالمطلب رضی الله عنه وايی چې زه دحجرالاسودسره بیده وم اوومکې معظمې ته می څنګ وهلی وچې په خوب کی یوسړی راته وویل چې ولاړشه (طیبه) وکینده، ماورته وویل چې(طیبه) څه شی ده؟ ددې غصې په حالت کی راپورته شوم له خوبه، څه ګړی ورسته بیاخوب وړی وم بیاهغه سړی راته وویل چې ولاړسه او(بره) غارکه! کله چې ماورته وویل چې(بره) څه شی ده؟ نوهغه راڅخه ولاړی،په دریم ځل ئې راته وویل چې (مضنونه) غارکه، ماروته وویل چې (مضنونه) څه شی ده؟ هغه ولاړی؛ ددې خوب څخه درې ورځې وروسته بیاهلته ویده یم چې بیاهغه سړی په خوب کی راغی اوراته ئې وویل چې ولاړشه دزمزم څاه وکینده،چې تاسی اوستاسواولادونه عزت حاصل کی، چې ددې اوبه به هیڅکله وچې نشی، اونه به هم لږشی،دااوبه وحاجیانوته ورکوی که څه هم دحاجیانواندازه اوشمیردمیږیانوپه شان وی. له دې څخه وروسته می ورڅخه وپوښتل چې هغه څاه چیری دی؟ هغه راته وویل چې سبایو سپین کارګه(کارغه) راځی اوهرځای چې کښینستی هم هغه ځای دزمزم دڅاه دی، په ځینوروایتوکی راځی چې ورته ئې وویل چي پرکوم ځای چې حیوانات حلالیږی هلته داکارګه راځی اوته هغه ځای غارکه ، چې ددې زیری په اوریدوسره ډیرخوښ شوم داځکه چې دزمزم دڅاه عظمت مخکی لازموږپه غوږوکی وو، اوداهم راته جوته وه چې هغه معجزه ده، اووچیږی نه، نوځکه سبادمکې معظمې ومخی ته ناست یم اوزماځوی حارث راسره دی، چې دڅه ځنډنه وروسته کارګه راغی اودلته نژدي کښینستی اوهلته ئې یوځای یوڅه غارکی اووالوتی چې زه ورته ګورم؛ دهغه دالوتلوڅخه وروسته زه اوزماځوی حارث ورغلواوهغه ځای مو درې ورځی وکیندی اوغارموکړچې وروسته دڅاه اثرات جوت شوی اودتکبیرناره مه له خولې ووتل اونارې می کړلې چې داداسماعیل علیه السلام څاه دی، له څاه څخه دوې دسروزروهوسۍ، څه تورې اوځغرې اونورشیان راوختل، یوه هوسۍ عبدالمطلب ویلی کړل اودکعبې شریفې ددروازې لپاره ئې ورته دسروزروخښتې جوړې کړې اوبله هوسۍ ئې دښکلالپاره په کعبې شریفې کی کښېښودل، اوپه اصولی توګه سره د(السقایا) ګروپ جوړشواوخلکوته ئې اوبه ورکولې،له دې څخه وروسته دقریشوڅه قصدوشوچې داکارولی ده یواځی وکی، عبدالمطلب ورته وویل چې داپیرزوینه یواځی الله پرماکړیده اوبس، دڅاه دکیندلوڅخه وروسته عبدالمطلب یوحوض ورته جوړکی ، چې کله به حوض ډک شونوداټوله ورځ به حاجیانواوبه څیښلې، خودشپې به قریشوداحوض خراباوه، اودورځې به بیرته حضرت عبدالمطلب هغه ترمیماوه، کله چې دحوض خرابیدل ډیرشوه نووالله جل جلاله ته ئې دعاوکړل ؛ چې له دې څخه وروسته یوچاپه خوب کی ورته وویل : اللهم انی لااحلهالمغتسل ولکن هی لشارب حل وبل ثم کفیتهم ای الله بی شکه دادلمبیدولپاره حلالې نه دی، لکن دادڅیښلولپاره دی، اوتاسی په دې باندی کفایت وکی. سهارعبدالمطلب په حرم کی ولاړشواوخپل خوب ئې وخلکوته ووایه، اودائې هم ورته وویل چې که هرچاداحوض خراب کړپه اینده کی دهغه ټول بدن به دناوړې اولاعلاجه ناروغۍ ښکارشی. (تاریخ مکه، تفسیرالجامع لاحکام القرآن، طبقات ابن سعد، الحاوی للفتاوی، اخبارمکه، سبل الهدی والرشاد، نهایه ابن اثیر، بخاری، تاریخ مکه مکرمه) دزمزم څاه چيری اوڅنګه دی؟؟؟ دزمز م څاه وکعبې شریفې ته نژدې واقع دی، په مطاف (دطواف ګاه) کی دمقام ابراهیم ترشاوچپ لورته چې وکعبې شریفې ته وکتل شی نویوه ګردۍ ډبره معلومیږی چې پرلیکلی دی (بئرزمزم) یعنی دزمزم څاه،چې اوس دزمزم څاه (۵۶. ۱) متره دطواف ګاه څخه لاندی دی اوداډبره صرف ددې لپاره ده چې هغه دزمزم دڅاه ځای وخلکوته جوت وی. دڅاه ژوروالۍ: ۱: څاه دخولې څخه ترپایه پوری(۸۰. ۱۲) متره دی. ۲: یوه ئې هغه حالت دی چې په غره کی نوروهل شوی دی، چې دا(۲۰. ۱۷) متره دی، چې په عمومی ډول سره دڅاه ټول ژوروالی تر(۳۰) متروپوری رسیږی، دزمزم څاه یواځی ۴ متره بې له اوبوښکاره نورټول ډک دی؛ دخولې څخه ۱۳ متره لاندی داچینې دی، دڅاه پراخوالی، قطر (پسور) مختلف دی، په اوسط ډول سره د( ۵. ۱ـ ۵. ۲) متره پوری رسیږی، دزمزم ودې مبارک څاه ته درې چینې راروانې دی، لومړۍ چينه: دحجراسودله رکن څخه. دوهمه چينه: دجبل ابوقبیس اوصفادلوری څخه. دريمه چينه: دمرواله لوری نه. دزمزم دڅاه اندازه اومعلومات په مختلفووختوکی مختلف دی، اوکله چې په ۱۴۰۰ هجری سپوږمیزکال کی ددې کارمکمل شونوددي کارانجينراستاديحيی کوشک بیاداسی وایی: دزمزم دڅاه ترټولولویه چینه هغه ده چې دکعبې شریفې درکن غربی حجراسودڅخه سرچینه نیسی، چې ددې قطر۴۵ سانتی متردی، اوپه ډیره زیاته اندازه اوتیزۍ سره اوبه راوځی، بله چینه داذان اواقامت له ځایه څخه راوځی چې قطرئې ۳۰ سانتی متره دی، ددې چینوڅخه ماسوی په څاه کی ډیرسوری هم شته چې اوبه تری راوځی، چې دادډبرودسوریو څخه راوځی. (اخبارمکه، فاکهی، کتاب زمزم، فضائل آب زمزم، آب زمزم اوربرکات) دزمزم دڅاه چينې اوبله پلټنه: ۱: لومړی غټه چينه: داچینه دکعبې شریفې دلوری څخه ده چې دادحجراسماعیل رکن څخه عبارت ده، چې دایولوی درځ دی چې ددې اوږدوالی ۴۵ سانتی متره، لوړوالی ئې ۳۰ سانتی متره اوپه همدغه اندازه سره ددې ژوروالی هم دی. ۲: دوهمه چينه: داهم دیوه لوی درځ څخه عبارت ده چې اوږدوالی ئې ۷۰ سانتی متره دی چې دادرځ بیاپردوودرځوباندی ویشل شوی دی ، ددې لوړوالی ۳۰ سانتی متره دی چې دجیادپرلوردی. ۳: فرعې چينې: داچینې هغه چینې دی چې دډبروددرځوڅخه عبارت دی، چې اوبه ورڅخه رابهیږی، چې دا۵ درځونه دی چې دهردرځ ترمنځ یویومترواټن شتون لری، اوله دې څخه علاوه نورواړه ۲۱ درځونه هم شتون لری چې بنسټ ئې دجبل ابوقبیس اودصفااومروه څخه دی؛ دادرځونه په مختلفوډولواوواټنوسره دی اوددې داوبواندازه هم یوه نه ده، په اصل کی دزمزم دڅاه درې سرچینې لری، یوه چینه دمکې معظمې له لوری، دوهمه چینه دجبل ابوقبیس اوصفااومروه له لوری اودریمه چینه دجیادله لوری چې داپه تاریخ کی مشهوری دی، کله چې په ۱۰۲۸ هق کال کی دزمزم دڅاه ترمیم وشونودانورشګافونه هم پیداشول. (تاج تورایخ البشر، علامه الخضراوی رحمة الله علیه) زمزم دطوفان په بڼه سره: په (۹۰۹) میلادی کال کی دزمزم دڅاه اوبه دومره ډیری شوی چې دمکې معظمې څخه دیوطوفان په بڼه سره راووتلې اوټولې ابادۍ ئې له خاوروسره خاورې کړې اوپه سلهاووحاجیان ئې له مینځه یووړل. دسعودی دحکومت څخه مخکي دزمزم څاه ازرقی دحضرت ابن عباس رضی الله عنه په وخت کی دزمزم په هکله وایی: دلومړی ځل لپاره دزمزم دوه حوضونه وه چې دیوه حوض څخه اوبه څیښل کېدلې اوپربل حوض باندی اودسونه تازه کیدل.دلومړی ځل لپاره چې دزمزم پرڅاه باندی ئې ګنبده تعمیر کړله هغه سلیمان بن عبدالله بن عباس ؤ اودسلیمان بن عبدالمالک له لوری پرمکه باندی خالدبن عبدالله القسری عامل ؤ، امیرالمؤمنین حضرت ابوجعفرپخپل وخت کی پرزمز م باندی کاروکی او دی لومړی شخص ؤچې دزمزم وڅاه ته ئې کړکۍ ورکړه اودمرمرودډبروفرش ئې ولګاوه؛ دزمز دڅاه دروازه ۱۲ لاسه او۱۹ ګوتې وه، دزمز م دحجرې لوړوالی ۵لاسه وه، چې ۲ لاسه او۱۲ ګوتې ئې دمرمروډبره وه، دحوض لوړوالی ئې ۱۹ ګوتې اوپراخوالی ئې ۱۷ ګوتې وې دلاندی څخه ئې ددیوال اندازه ۲ لاسه وه، چې دسنګ مرمروپه ډبره باندی پوښلی ؤ،، دحوض ګول والی دباندی څخه ۱۵ لاسه وه اودننه څخه ۱۲ نیم لاسه وه، چې دادمهدی په وختونوکی دزمزم دڅاه اندازه اومعلومات وه دازرقی په اند. ازرقی وایی چې دامیرالمؤمنین المعتصم بالله په وخت کی په زمزم کی تغیرات راغلل چې دا۲۳۰ هق سنه ده، په دغه وخت کی دزمزم دګنبدې څخه ماسوی بله ګنبده جوړه شوه چې عمربن فرج الرخجی دساګوان لرګې ورباندی کښیښودل اودننه ئې دسروزروآب ورکی اوقندیلونه ئې پکښې ولګول چې ترڅودحج پرمهال حاجیان ورڅخه پوره استفاده وکی اودلته رڼاوي د۲۲۰ هق کال راهیسی هرکال دحاجیانولپاره دزمزم څاه ډیرښکلی سنګاریدی اوښایسته کیدی. دمهدی بالله په وخت کی ۲۵۶ هق کی دمسجدخادم دزمزم داګنبده دځمکې سره اواره کړل اوټول سنګ مرمر ئې مات کړل اوحوض ئې دخاوروڅخه ډک کی، له دې څخه ئې یوتالاب جوړکی چې دزمزم دڅاه څخه په لرګیوکی اوبه راپورته کیدلی دفواری په شان اوخلکوورڅخه دلومړی ځل لپاره په عمومی ډول سره ورڅخه استفاده کوله. ابن جبیرپخپله سفرنامه کی دګنبدې په هکله لیکی چې په ۵۷۸هق کال کی چې کومه ګنبده وه درکن اسودڅخه مخامخ ۲۴ قدمه لیری ؤ اودهغه کنج دمقام ابراهیم څخه ۱۰ قدمه لیری ؤ اودننه پکښې سپین مرمرلګیدلی وو، داوبوژوروالی ۴۲ قدمه ؤ،دننه په ګنبده کی یوسپین ځای جوړشوی وچې داوداسه لپاره ؤ، الفاسی وایی چې دزمزم دڅاه چت په ۷ دربیع الاول ۸۲۲ هق کال کی دوینکوله کبله ونړیدی، اوپردې سربیره به مؤذن اذان هم کاوه چې وروسته دمؤذن لپاره دمقام شافعی سره یومضبوط ځای جوړکړل شو، په (شفاء الغرام) کی لیکلی دی چې په ۹۳۳ هق کال کی دزمزم دڅاه شاوخواډیرنقش ونګارپه کارواچول شو اوپه دې نقشوکی دسلیمان سلاله آل سلیمان نوم لیکلی ؤ، په ۹۴۸ هق کال کی قاضی بن ظهیرة المخزومی دبیت زمزم نوښت وکی، داټوله میدان ئې فرش اوپلاسترئې ورکی، دزمزم وڅاه ته ئې چت جوړکی اوډیرښکلی لرګی ئې پرکښیښودل اوپه مابین کی ئې دسرپویوه ښکلی ګنبده جوړه کړی، په دغه وخت کی دزمزم څاه ټوله په ډبروجوړ اوپلاسترئې ورکړی، مولاناسلطان مرحوم بیاددي تعمیرنوښت پخپله وکی؛ سلطان احمدیو کاروکی هغه داچې دزمزم دڅاه دګولوای په اندازه ئې یوه داوسپنی جاله جوړه کړه اوځنځیرونه ئې ورکړه اودائې دزمزم دڅاه ترنصف پوری وځړول، چې موخه ئې داوه چې که یوسړی وڅاه ته ولویدی نوهغه لومړی نه ورلویږی اوکه ورولویږی نوبیابه نه مړکیږی، وروسته په ۱۰۲۷ کال کی داوبوخوندداوسپنی دجال اوځنځیروله کبله واوښتی، چې بیادمحمدبن سیدالمصطفی القناوی دحکم سره برابرئې داټول شیان ئې دزمزم د اوبوڅخه لیری کړل اوپه ډیرلږوخت کی دزمزم داوبوخوندوخپل اصلی ډول ته راغی، دسعودی دحکومت څخه مخکی دزمزم پرڅاه یوګنبده جوړه شوی وه، چې شاوخوائې پنجرې درلودې اوکوچنې کوچنې دروازې ئې هم درلودی چې ساقیانوبه لوی لوی منګیان اوخومان په څرخونوډکول اوبیابه ئې وحرم ته وړل اوبیابه ئې په ښکلوګلاسونو،کاسواوښایسته کوټوریانو کی ئې وحاجیانوته ورکولې اوکله چې دسعودی حکومت راغی نوهغه دحرم دتوسیع په موخه دڅاه بڼه بدله کړه، اوبیایی بندکړ، چې اوس په مشینانوورڅخه اوبه راکښل کیږی اوحاجیان ئې څیښی. حاجیانوبه دتبرک له مخی خپل کفنونه په دې اوبولندول اوبیابه ئې وخپلووطنوته راوړل، دمسلمانانوڅخه ماسوی دتاریخ په پاڼوکې غیرمسلمانانوهم دزمزم مبارکې اوبه وړلې اودمختلفوناروغیو لپاره به ئې استعمالې کړیدی. په بایبل کی ئې هم یادونه راغلې ده په عهدنامه قدیم په لومړی کتاب پیدایښت کی.   دمصريانوڅيړنه: کله چې مصری څیړنکودزمزم پراوبوباندی څیړنه وکړل نودائې ثابته کړل چې داکیمیاوی مواددزمزم په اوبوکی شتون لری: ۱: مګنیزیم سلفیټ Magnesium Sulfate ۲ : سودیم سلفیټ Sodium Sulfate ۳: سودیم کلورایډSodium Chloride ۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate ۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate ۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate ۱: مګنیزیم سلفیټ: Magnesium Sulfate دادبدن تودوخه لیری کوی، دقی، دخواګرځی، اوددماغ لپاره ډیرګټوردی، ددې بله ګټه داده چې دبدن شحمیات له منځه وړی اویایی کموی؛ چې دامطلب ورڅخه راوځی چې دچاغوالی مخه نیسی.اوهمدارنګه په طبابت کی دایوالکترولیت کموونکی تشنج ضدلامل چې مسهل اوموضعي التهاب ضدپه توګه هم کاریږی. ۲ : سودیم سلفیټ Sodium Sulfate : دایوډول مالګه ده، چې قبض (Constipation) لیری کوی، دبندونوددرد(وجع المفاصل) لپاره کیمیاده، دشکرې (Sugar) لپاره، دخونی پیچس لپاره، دډبرولپاره اوهمدارنګه داستسقاءلپارډیرګټوردی.اوهمدارنګه په طبابت کی کله ددرداوپاړسوب دلیری کولولپاره په انتانی ټپونوکی په موضعی ډول سره دمحلول په بڼه سره کاریږی. ۳: سودیم کلورایډSodium Chloride :یادخوړوعادی مالګه، دامالګه دانسان دوینې لپاره، دتنفسی نظام لپاره، دجسم دتوازن دساتلولپاره، دنس ددردلپاره، اوداسی نوروډیرناروغیولپاره ډیره ګټوره ده، ودې مالګې ته ساینس پوهان اوروغتیاپالان حیاتی مالګه وایی. اوهمدارنګه دوینې اونسجونودآسموتیک فشاردخوندینې لپاره اړینه ده. ۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate : دغذادهضم لپاره، دپښتورګودډبرولپاره، دبندونودزیات دردلپاره، اودناوړه اغیزولپاره بې بیلګې درمل اوکاری دواده.اوهمدارنګه داسیدونه په ضد(انتی اسید) په بڼه سره په طبابت کی استعمالیږی. ۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate : دستړیالپاره، دتودې لمبې داغیزودلیری کولولپاره، اوپه ځانګړی ډول سره دآرام لپاره ډیرګټوردی، داپه هغه وخت کی کله دیوه انسان څخه خوله زیاته ځی اودزمزم داوبودڅیښلوله کبله داهرڅه له منځه ځی، داځکه چې همداموادپکښې شتون لری، اوسړی اراموی، ستړیایی ختموی اودخولې اغیزې ئې له منځه وړی.اوهمدارنګه دادسینې دقفس ددردلپاره اسمعمالیږی. ۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate : دپوستکی دټولوناروغیولپاره ډیره ښه نتیجه ورکوی، دزکام پرمهال وبدن ته ډیراستراحت اوسکون ورکوی، دجراثیموپه وژلوکی هم مهم رول لری، دهاضمې توان زیاتوی، حافظه قوی کوی، دانسان دبدن دفاعی سیستم ته توان وربخښی، دبواسیرلپاره هم ښکلی درمل دی اوداسی نور... نوکه یوڅوک لږشانته فکروکی نوچې داټولې ښې ګڼې سره یوځای شی نوبه څومری ګټوروی؟؟؟ دابه څومری ناروغۍ تداوې کړي؟ اوداټولی نیکمرغۍ په څه شی شته؟؟؟ داټولې ښې ګڼې اونیکمرغۍ دزمزم په اوبو کی شتون لری، اوهمدااوس ساینس داثابته کړل چې دزمزم اوبه دبې شمیروناروغیولپاره کیمیاده نوځکه داهم غوره څښاک دی، هم غوره غذاده اوهمدارنګه دټولوناروغیواوناخوالولپاره شفاء ده. دوهمه څېړنه: ډاکټرغلام قريشی چې دلاهوردکنګ ايډورډمیډیکل کالج پروفیسردی وایی چې دزمزم په اوبوکی منګنیز، اوسپنه، جست، تیزاب، اکسیجن، دسلفیټ مرکب اوسودیم موجوددی نوځکه دادوینې کمښت له منځه وړی، دماغ قوی اوتیزوی ئې، هضمیه اصلاح کوی اودډیرونوروناروغیولپاره ښه درمل دی. دريمه څېړنه: دسعودی عربستان دوزارت زرعت څېړنه: دزرعت وزارت په ۱۹۷۱ میلادی کال کی دزمز م پراوبوباندی یوه څیړنه وکړل، اودزمزم داوبوکیمیاوی تجزیه ئې دوه ځلی وکړل، چې په دې څیړنه کی مصری ماهرین ورسره مله وه، دماهرینو مطابق دکیمیاپه علم کی ځینی اوبه دآکسیجن اړتیاقبلوی، اوداځانګړتیالری چې زیات آکسیجن واخلی، په کیمیاکی سی او ډی (C.O.D) ورته وایی، کله چې واوبوته جراثیم داخل شی نوبیااوبه ددې په خاطرچې جراثیم له منځه یوسی وآکسیجن ته اړتیالری،ترڅوجراثیم وده ونکړی، چې په دغه وخت کی دآکسیجن ضرورت ډیردی چې ودغه عمل ته په کیمیاکی بی او ډی (B.O.D) وایی، دزمزم په اوبوکی ددې دواړوتناسب په لاندی ډول سره دی: C.O.D ۵۵ ملی ګرامه فی لیټرکی B.O.D ۵.۸ ګرامه فی لیټرکی له همدی کبله نړیوال روغتیایی اداره World Health Organization وایی چې دزمزم اوبه دصحت لپاره ترټولواوبوغوره اوبه دی اودوی داپریکړه دکیمیاوی تجربوپربنسټ کړیده.