سریزه
کله مې چې هغه لس پوښتنې ولوستې چې د اسلام دښمنان یا له حقیقته
بې خبره کسان یې د قرآنکریم په اړه د شبهاتو په ترځ کې مطرح کوي، د الله
تعالی هغه سنت را په یاد شو چې هیڅ تغییر او تبدیل نه لري .. او هغه د
انساني تاریخ په اوږدو کې د حق او باطل تر منځ د فکري مقابلې سنت او قانون
دی.
د حق او باطل تر منځ همدا فکري مقابله د حق بلنې د تبلیغ او خورولو
لور ته هڅونکې ده، حقانیت او رښتینولي یې په دلیل سره اثباتوي او شکوک او
شبهې ورنه ایسته کوي، او په همدې سره هغه فریضه ادا کیږي چې الله تعالی د
اسلام له نعمته پر ټولو برخمنو فرض کړیده.
همدا راز دا فکري مقابله
مسلمان عقل ته وده او ځواک ورکوي او دیته یې تیاروي د همدې ډګر د هر ډول
سړو، تودو له عهدې ووتی شي، ښکاره ده چې د هرې زمانې خپلې شبهې وي او هر
بې لارې مذهب ځانګړي غشي لري چې حق او پیروان یې ورباندې په نښه کوي، الله
تعالی رښتیا فرمایلي:
« } وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ
عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ
زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ
وَمَا يَفْتَرُونَ» [الأنعام : ۱۱۲]
ترجمه : [او همدا رنګه مونږ هر
نبي ته انسي او جني شیطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې پخاطر یو بل ته په
(ظاهره) ښکلې خبرې وسوسه کوي او که ستا رب غوښتي وی،نو داسې به یې نه وو
کړي، نو همغسې یې پخپلو دروغو کې پریږده.
که مسلمانان هغو شبهاتو ته
پاملرنه ونکړي چې مغرض او جاهل دښمنان یې د قرآن شریف، قرآني علومو، نبوي
سنت، علم الحدیث، اسلام، اسلامي تمدن او اسلامي امت په اړه راولاړوي، نو
عقلونه به یې په ټنبلۍ او رکود اخته کیږي او باطلې شبهې به سوکه،سوکه
ورباندې برلاسي مومي، ایمان او باور به یې کمزوری کوي، د دیني دندې په ادا
کې به یې په تفریط او تقصیر روږدي کوي، بیا به ددې توان او همت نه لري دین
قایم کړي، د تبلیغ دنده سر ته ورسوي، په دلیل دفاع ورنه وکړي او د عقایدو،
شریعت، اصولو او ارزښتونو په اړه راولاړ شوې شکوک او شبهات دفع او له منځه
یوسي.
قرآنکریم راښيي چې همدا فکر ي مقابله د پرمختګ او پر باطل د حق د
بریا او د فساد پر ځای د صلاح د ځای پر ځای کیدو لار ده، الله تعالی
فرمایي:
« وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ
لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُوفَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ »
[البقرة : ۲۵۱]
ترجمه :[او که چیرې الله خلک یوه ډله په بلې سره نه دفع کولی،نو ځمکه به فاسده شوې وه، خو الله پر مخلوقاتو د لوریینې خاوند دی].
«وَلَوْلَا
دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ
وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا
وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ.»
[الحج : ۴۰]
ترجمه : [او که الله خلک یو په بل نه دفع کولی، نو خامخا
به نړول شوې وې خانقاوې، کلیساوې، عبادت ځایونه اوجوماتونه چې د الله نوم
ډیر پکې یادیږي او الله به حتما د هغه چا مرسته کوي چې د هغه مرسته کوي، بې
شکه الله زورور او برلاسی دی].
« وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن
دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ
الْمُسْلِمِينَ {33} وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ
عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ {34.» [فصلت : ۳۳ – ۳۴]
تر جمه :
[او تر هغه زیات غوره ویناوال څوک دی چې د الله لور ته بلنه کوي، نیک عمل
کوي او وایي زه له مسلمانانو څخه یم. او نیکي او بدي نه سره برابریږي، په
هغه څه ځواب وایه (دفاع کوه) چې ډیر غوره وي، نو بیا هغه چې ستا او هغه تر
منځ دښمني وي لکه یو خوږ دوست داسې شي].
همدا رنګه قرآنکریم دا هم
راښیي چې مسلمان باید د نورو له خوا د اسلام په اړه راپورته شویو شبهاتو او
پوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د اسلامي پوهې په رڼا کې هر باطل د حق په
توره له منځه یوسي ... قرآنکریم د نزول په پیل کې د مشرکینو له خوا راپورته
شوې شبهې له پامه نه دي اچولې، نه یوازې دا چې مصادره کړې یې نه دي، بلکې
تر غور او څیړنې لاندې یې نیولې، پخپلو سورتونو او آیتونو کې یې رانقل کړې
او په پوره حکمت سره یې داسې ځواب او دوړه کړې چې نور هیڅ عاقل ته د منلو
نه دي .. د مشرکینو د شبهاتو په څیر یې د یهودانو، نصرانیانو او دهریانو له
لوري را پورته شوي شکوک هم په همدې توګه ځواب او رد کړيدي.
د قرآنکریم
اسلوب دا دی چې به دښمنان په خبرو راوستل، بلنه به یې ورکوله چې که کولی شي
د خپلو عقایدو د صحت په اړه علمي دلیل او حجت وړاندې کړي لکه چې فرمایي :
«
قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ
إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ » [الأنعام : ۱۴۸]
ترجمه : [ورته ووایه: آیا له تاسو سره کوم علمي سند (دلیل) شته چې مونږ ته
یې راوباسئ، (حقیقت دا دی چې) تاسو صرف په ګومان پسې ځئ او تاسو بل څه نه
یاست مګر دروغجن].
« قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ
اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي
السَّمَاوَاتِ اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ
مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ.» [الأحقاف : ۴]
ترجمه : [ورته
ووایه : آیا تاسو پام کړئ هغه چې تاسو یې له الله پرته رابولئ (عبادت یې
کوئ) راوښيئ چې له ځمکې نه یې څه شی پیدا کړي او آیا دوی په آسمان کې څه
برخه لري، راوړئ له دې ړومبی کوم کتاب یا کوم علمي اثر (سند، دلیل) که چیرې
تاسو رښتیني یاست].
« قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ » [البقرة :۱۱۱]
ترجمه : [ورته ووایه : که رښتوني یاست دلیل مو راوړئ].
دا
پداسې حال کې چې مشرکینو د تجاهل اسلوب غوره کړی و، دا یې لاره وه چې
قرآنکریم ته به یې غوږ نه ایښود، سترګې او غوږونه به یې پټول او خپلو
پیروانو ته به یې ویل :
«} وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ.» [فصلت : ۲۶]
ترجمه
:[او کوم خلک چې کافر شوي وو هغوی ویل: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ، شور ماشور
پکې جوړوئ (د اوریدو په مهال یې ګډې وډې وایئ)، ممکن چې برلاسي شئ].
له
همدې ځایه وه چې ما د هغو لسو پوښتنو ځواب ته ملا وتړله چې د قرآنکریم په
اړه د راپورته شویو مختلفو شبهاتو بیانوونکې دي او د همدې شبهاتو ردول د
خپلې علمي او دیني دندې د ادا په لار کې یو ګام شمیرم. له الله تعالی نه
سوال کوم چې د صحیح ځواب توفیق راکړي او دا هڅه زما او هغو کسانو په حسناتو
کې وشمیري چې ددې شبهاتو په ځوابونو پوهیږي او ځان ورباندې پوهوي، والله
هو أعظم مسؤول و أکرم مجیب. وصلی الله علی سیدنا محمد و علی آله وصحبه ومن
والاه.
لومړنۍ شبهه
دا شبهه وایي: قرآنکریم د انسان د
پیدایښت په اړه د یوې خبرې پر ځای څو خبرې کوي او پدې هکله یې معلومات
مختلف دي، کله یې له یوه شي او کله له بل نه پیدا شوی بولي، دا آیتونه
وګورئ : «من ماء مهین» ۷۷: ۱، «من ماء» ۲۰ – ۲۱ : ۳۳ «من نطفة» ۳۶ : ۷۷ «من
طین» ۳۲ : ۷ «من علق» ۹۶ :۲ «من حمأ مسنون» ۱۵: ۲۷ «و لم یک شیئا» ۱۹ :۶۷ ،
نو څنګه کیدی شي دا ټولې خبرې او معلومات په یوه وخت کې صحیح وي؟
ځواب : د انسان د پیدایښت په اړه چې په قرآنکریم کې کوم معلومات
راغلي په هغې کې یوه ذره تناقض نشته بلکې د تناقض شبهه پکې له سره ځای نه
لري، نو ددې لپاره چې دا حقیقت څرګند شوی وي، اړینه ده د قرآنکریم په
متعددو آیتونو کې په دې اړه راغلي معلومات په علمي اسلوب او طریقې سره
وڅیړل شي، ددې علمي اسلوب غوښتنه به دا وي چې دغه آیتونه ټول سره را غونډ
او د یوې مجموعې په توګه تر غور او څیړنې لاندې ونیول شي، او ورسره دېته هم
پاملرنه وشي چې د لومړني انسان (آدم علیه السلام) د پیدایښت مراحل د حواء
له پیدایښت او له آدم علیه السلام سره له واده او یو ځای کیدو وروسته د
آدم علیه السلام د اولادې یا زوزات د پیدایښت له مراحلو سره توپیر لري.
الله
سبحانه وتعالی لومړنی انسان (آدم علیه السلام) پیدا کړ، له عدم نه یې وجود
ته راووست، له نیسته یې هست کړ، نه و، پیدا شو، یوازې د الله تعالی په
علم کې شته و، نور یې هیڅ شتون نه درلود، لکه دا آیت چې فرمايي: «} أَوَلَا
يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا »
[مریم : ۶۷] ترجمه: [آیا دا انسان نه وریادوي چې هغه مو مخکې کله چې هیڅ
نه و پیدا کړی ].
قرآن شریف دا هم په ډاګه کوي چې د الله
تعالی له خوا د آدم علیه السلام د پیدایښت د مراحلو پیل له خاورې څخه دی،
بیا له خاورو سره اوبه یو ځای شوې او خټه ورنه جوړه شویده، بیا همدا خټه
په حمأ یعنې توره او بویجنه خټه بدله شوې او دې بدل شوي حالت ته «مسنون»
ویل کیږي، او کله چې همدا خټه له اور پرته وچه کلکه شوې، نو صلصال بلل
شویده، ځکه صلصال هغې وچې کلکې خټې ته ویل کیږي چې پرته له اوره وچه شوې وي
او آواز ولري.
او د خلقت له دې مراحلو، خاورې، اوبو، خټې، حمأ مسنون او
صلصال وروسته الله تعالی د خلقت په همدې ماده کې خپله روح پو کړه او دا
مخلوق په انسان (آدم علیه السلام) بدل شو، قرآني مبارک آیتونه د آدم علیه
السلام د خلقت له همدې مراحلو نه خبر راکوي، او ددې ټولو مراحلو تکاملي بڼه
زمونږ مخې ته ږدي چې هیڅ ډول تعارض او تناقض پکې نشته، قرآنکریم فرمايي: «
إِنَّ
مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ
مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ» [آل عمران : ۵۹] [د عیسی
مثال خو د الله په نزد یقینا د آدم د مثال په څېر دی، چې له خاورې یې پیدا
کړ بیا یې ورته وویل : وشه، نو هغه وشو] پیل له خاورو څخه و، بیا چې له
خاورو سره اوبه یو ځای شوې، نو خټه شوه «} الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ
خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ» [السجدة : ۷] [هغه چې هر
څه یې پیدا کړي، نو ښه یې پیدا کړي او د انسان پیدایښت یې له خټې نه پیل
کړ] ورپسې چې له خټې نه اوبه وچې شوې، د اوبو ځواک ختم شو، نو طین لازب یا
وچه خټه شوه، الله تعالی دې حالت ته داسې اشاره کوي : «فَاسْتَفْتِهِمْ
أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن
طِينٍ لَّازِبٍ» [الصافات : ۱۱] [نو ویې پوښته چې د دوی پیدایښت ګران دی او
د هغو نورو چې مونږ پیدا کړي، مونږ خو دوی له سرښناکې خټې پیدا کړي] او په
هغه مرحله کې چې خټه بدلیده، توربخنه او بدبویه شوه حمأ مسنون یا توره
بدبویه خټه بلل شوې او قرآني مبارک آیتونه د آدم علیه السلام دخلقت لدې
مراحلو نه داسې خبر راکوي :
« وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن
صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {26} وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن
قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ {27} وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ
إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {28}
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ
سَاجِدِينَ {29} فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ {30} إِلاَّ
إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {3قَالَ يَا إِبْلِيسُ
مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {32} قَالَ لَمْ أَكُن
لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ
{33} قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ {34} وَإِنَّ عَلَيْكَ
اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ » [الحجر : ۲۶ – ۳۵]
ترجمه: [او
یقینا چې انسان مو له کړنګیدونکې وچې خټې، له بویجنې تورې خټې پیدا کړ او
جن مو تر ده د مخه له بې لوګي اوره. او کله چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه
له کړنګیدونکې وچې خټې، له بویجنې خټې بشر پیدا کوم، کله مې چې جوړ کړ او
روح مې پکې پو کړه،نو ورته سر په سجده شئ. نو بیا ټولو ملایکو سجده وکړه،
خو ابلیس سجده ونه کړه او د سجده کوونکو له ملګرتیا يې ډډه وکړه. (الله)
ورته وفرمایل: ولې دې له سجده کوونکو سره ملګرتیا ونه کړه، ویې ویل: زه
داسې نه یم چې هغه بشر ته سجده وکړم چې له کړنګیدونکې، بویجنې خټې نه دې
پیدا کړی. (الله) ورته وفرمایل: نو ترې ووځه ته بالکل رټل شوی یې او پر تا
تر قیامته لعنت دی.]
دا د لومړني انسان (آدم علیه السلام) د پیدایښت
مرحلې وې چې یوه په بله پسې تیره شوې تر څو خلقت بشپړ شوی، لومړی خاوره،
بیا اوبه، خټه، توره بویجنه خټه، وچه او کلکه شوې خټه چې روح پکې پو شویده،
او څرګنده ده چې قرآني مبارکو آیتونو د همدې مختلفو مراحلو نه پداسې انداز
سره معلومات وړاندې کړیدي چې هیڅ ډول تعارض او تناقض پکې نشته.
همدا
راز هغه آیتونه چې د آدم علیه السلام د اولادې یا زوزات د پیدایښت په اړه
معلومات راکوي هغه هم له هر ډول تعارض او تناقض نه پاک دي، او لکه څرنګه چې
د لومړني انسان پیدایښت پوړۍ په پوړۍ بشپړ شوی، خاوره وه، بیا اوبه ورسره
یو ځای شوې خټه شوه، بیا توره او بویجنه شوه، بیا داسې وچه کلکه شوه چې
آواز یې کاوه او ورپسې الله تعالی خپله روح ورپکې پو کړه، په همدې توګه یې د
اولادې خلقت هم پوړۍ په پوړۍ بشپړیږي، پیل یې له نطفې نه وي چې سوچه اوبه
دي او د مني یا د سړي په اوبو سره تعبیر ورنه کیږي، بیا دا په علقه (جامده
یا تړل شوې) وینه بدلیږي او له همدې نه انسان جوړیږي او علقه ځکه ورته ویل
کیږي چې غوټه وي او پر رحم سریښیږي، وروسته په مضغه یا نابشپړه بالکل لکه
ژوول شوې غوښه بدلیږي، ورپسې هډوکي شي، بیا یې غوښه وپوښي او بیا هسې
انسان ورنه جوړ شي چې الله سبحانه و تعالی یې اراده کړې وي او خلقت یې هسې
بشپړ شي چې د احسن تقویم عملي مصداق وګرځي.
یو شمیر هغه آیتونه چې د لومړني انسان د نسل د پیدایښت د مختلفو مراحلو په اړه معلومات وړاندې کوي دا دي:
«ی} يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ
فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ
عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ
لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ
مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ
وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ
لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً
فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ
مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ..» [الحج :۵]
ترجمه : [اې خلکو! که د بیا
ژوندون په اړه په شک کې یئ،نو موږ خو له خاورې را پیدا کړی، بیا له نطفې،
بیا له علقې، بیا له ژوول شوې یوې ټوټې غوښې چې انځور شوې او نه انځور شوې
وي، تر څو تاسو ته وښیو او څه چې وغواړو تر یوې نیټې یې په رحم کې ځای پر
ځای کوو، بیا مو د ماشوم په څېر راباسو، (بیا همداسې ستاسو پالنه کوو) تر
څو خپل قوت ته ورسیږئ او له تاسو نه ځینې ومري او ځینې مو تر ټولو لویدلي
عمر ته ورسیږي، هومره چې له پوهیدو وروسته په څه نه پوهیږي او ځمکه ګورې چې
وچه کلکه ده، خو کله چې اوبه پرې نازلې کړو، وخوټیږي، وده وکړي او هر راز
سمسور راوټوکیږي.]
«} وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ
مِّن طِينٍ {12} ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ {13}
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً
فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ
أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.»
[المؤمنون : ۱۲ – ۱۴»
ترجمه : [او یقینا چې انسان مو د خټې له خلاصې
پیدا کړ. بیامو هغه د ټیکې په مضبوط ځای کې یوه نطفه وګرځاوه، بیا مو دا
نطفه یو را ځوړنده توکی کړ او بیا مو دا علقه د غوښې یوه ژوولې ټوټه کړه،
بیامو دا د غوښې ټوټه هډوکي کړل، نو هډوکي مو په غوښه پټ کړل، بیا مو په بل
پیدایښت کې پیدا کړ، نو مبارک دی تر ټولو غوره خالق]
نطفه د نارینه
اوبو ته ویل کیږي او کله چې د ښځې له اوبو سره یو ځای شي نو بیا امشاج یعنې
سره ګډې شوې اوبه بلل کیږي، لکه دا آیت شریف چې اشاره ورته کوي : « إِنَّا
خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ
فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا.» [الدهر :۲] ترجمه : [دا مونږ یو چې
انسان مو له مختلطې (ګډې) شوې نطفې پیداکړ، چې آزمویو یې او لیدونکی
اوریدونکی مو ترې جوړ کړ.] همدا راز دا اوبه (ماء مهین» سپکې اوبه هم بلل
شوې ځکه کمې او کمزورې وي او دیته دا مبارک آیتونه اشاره کوي : « الَّذِي
أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ {7}
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ.» [السجدة : ۷ –
۸] ترجمه : [هغه چې هر څه یې ډیر ښه پیدا کړي او د انسان پیدایښت یې له
خټې پیل کړی]
«أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاء مَّهِينٍ {20}
فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ 21 إِلَى قَدَرٍ مَّعْلُومٍ 22
فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ.» [المرسلات :۲۰ – ۲۳ ] ترجمه : [آیا
له سپکو کرکجنو اوبو مو پیدا نه کړئ. او آیا په مضبوط تمځي کې مو ځای پر
ځای نه کړ. تر یوې ټاکلې نیټې. نو وتوانیدو او همدا راز ښه توانیدونکي یو]
نطفه
یا د سړي اوبه یې «ماء دافق» ټوپ وهونکي اوبه هم بللې، ځکه خیز وهي، او دا
مطلب پدې مبارک آیت کې یاد شویدی : «} فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ
خُلِقَ {5} خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ {6} يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ
وَالتَّرَائِبِ » [الطارق :۵ – ۷] ترجمه : [نو دا انسان دې وګوري چې له څه
دی پیدا شوی. له ټوپ وهونکو اوبو دی پیدا شوی. راوځي د سینې او ملا له
منځه]
قرآنکریم پدې ترتیب سره د لومړني انسان (آدم علیه السلام) او دهغه
د زوزات یا اولادې دخلقت د مختلفو مراحلو په اړه معلومات راکوي او د خلقت
همدا مراحل، او ددې مرحلو اصطلاحات د قرآنکریم دعلمي اعجاز یو ستر دلیل دی،
اوس ساینس پر دې ټولو د تایید او تصدیق مهر ږدي، د انساني خلقت دامراحل او
همدا اصطلاحات تاییدوي، ان تر دې چې د خلقت په اړه د قرآنکریم دا معجز او
علمي معلومات د ډیرو لویو ساینس پوهانو د هدایت او په اسلام د مشرفیدو سبب
شوی. نو اوس څنګه معقوله او د منلو وبولو چې څوک دا ادعا وکړي چې ددې علمي
معلوماتو وړاندې کوونکي آیتونه یو له بل سره تناقض لري؟! واقعیت دا دی چې
قرآنکریم له هر ډول اختلاف، تناقض او تعارض څخه پاک دی، الله تعالی رښتیا
فرمایلي: « أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ
غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا.» [النساء : ۸۲]
ترجمه : [نو آیا په قرآن کې تدبر نه کوي، که هغه له الله نه پرته د بل چا
له لوري وی، نو حتما به یې ډیر اختلاف پکې موندلی و].
پدې آیتونو کې د
راغلیو اصطلاحاتو د معنی لپاره دې کتابونو ته مراجعه وکړئ : الراغب
الاصفهاني، ابو القاسم الحسین بن محمد: المفردات في غریب القرآن، طبعة دار
التحریر، القاهره، سنة ۱۹۹۱ م، ابن منظور : لسان العرب، طبعة دار المعارف،
القاهرة.
http://www.bowraa.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1718:2011-07-21-14-09-14&catid=34:2010-09-09-22-16-22&Itemid=53